د لوګر والي ضیاالرحمن مدني وايي، اسلامي امارت د ولس په همکاري واک ته رسېدلی او له ټولو ملکي او نظامي مسوولانو یې غوښتنه وکړه چې د ولس همکاري هېره نه‌کړي.

نوموړي دغه څرګندونې نن چهارشنبه، زمري ۲۴مه د مرکز پل‌علم ښار د «فوټبال» لوبغالي کې د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو د درېیمې کلیزې په اړه جوړې شوې نمانځ‌غونډه کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دغه غونډه کې د لوګر په ګډون د یوشمېر ولایتونو والیانو، قومندانانو، علماوو، قومي مشرانو او عام خلکو ګډون کړی وو.

غونډې ته د لوګر والي ضیاالرحمن مدني وویل، د  زمري ۲۴مه د افغانانو لپاره د ویاړ ډکه ورځ وبلله او ټینګار وکړ چې په دې تاریخي ورځ امریکا ماته شوه او ا.ا بیاځلې واک ترلاسه کړ.

همدارنګه د روزګان والي محمدقاسم خالد دې غونډې ته وویل، ا.ا راتګ سره هېواد کې سراسرې امنیت ټینګ شوی او افغانان له څو لسیزو ناکراریو وروسته په امن کې ژوند کوي.

خالد زیاته کړه، ا.ا واک ته رسېدو سره سم ټولو پخوانیو نظامي او ملکي کارکوونکو ته عمومي بښنه شوې او هېڅ‌څوک حق نه‌لري چې بل چاه څخه غچ واخلي.

د لوګر فوټبال لوبغالي کې د یو‌شمېر ورزشکارانو له‌خوا د زمري ۲۴مه نمانځنې په موخه ورزشي نندارې وړاندې کېږي.

غونډې ته د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست ریيس رفېع‌الله صمیم وویل، د زمري ۲۴ د افغانانو په تاریخ کې یوه له ویاړه ډکه ورځ ده او د دې ورځې نمانځنې په موخه د لوګر له مرکز او لروپرتو ولسوالیو څخه زرګونه لوګریان راټول شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

صمم زیاته کړه، افغانانو ته په‌کار ده چې سره یو موټی شي او د هېواد د ښیرازي، پرمختګ سربېره شته نظام څخه په میړانه دفاع او ساتنه وکړي.

د جوړې شوې غونډې په پای کې یوشمېر نظامیانو او ورزش‌کارانو بېلابېلې نندارې هم وړاندې کړې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *