د هلمند کرنیز چارواکي دغه ولایت کې پر شاوخوا پنځه سوه پنځوس جریبه ځمکه سویابین کرل شوي چې پایله یې، تر ډېره مثبته ښودل شوې ده.
دغه ولایت د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي مطیعالله عابد سلاموطندار ته وویل: «دا ولایت کې پنځه سوه پنځوس جریبه ځمکه باندي د سویابینو کرنه تر څیړنې لاندې نیول شوې ده. دغه نبات د هلمند د خاوري، اوبو او هوا سره ښه توافق ښودلی او پایله یې مثبته تمامه شوې ده.»
هغه زیاته کړې: «د خرما، نخودو سپیني او توري ځیري تخمونه او یوشمیر میوه لرونکو نویو نیالګیو کرنه تازه په دې ولایت کې مروجه شوې ده چې د هلمند د خاوري، اوبو او هوا سره یې ښه نتیجه ورکړې ده.»
د کرنې ریاست د مسولینو په وینا، د کرنې ریاست سره ملاتړو موسساتو هم په دې برخه کې همکاري کړې ده او نویو مروج شویو نباتاتو حاصلاتو ښه مارکیټ هم پیدا کړی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همدارنګه، یوه کروندګر حاجي غلام محمد ویلي: «د نویو تازه مروج شویو نباتاتو په کرنه سره د مځکوالو اقتصادي حالات نور هم پیاوړي کیږي او په دې برخه کې د کرنې ریاست د لازمي پاملرنې غوښتنه کوو.»
د مارجي ولسوالي یوه اوسېدونګي حاجي سیدمحمد ویلي: «بزګر چمتو دي چې نوي رواج شوي نباتات وکري ترڅو د عنعنوي کرکیلي پر ځای عصري کرکیله ورته ګټوره تمامه شي.»
سویابین یو ډول نبات دی چې د لوبیا په کورنۍ پورې تړاو لري. له دغه نبات څخه سویابین غوړي، وچې شیدې، بیسکوټ او پروټین جوړېږي چې له اقتصادي اړخه د بزګرانو لپاره ارزښتناکه محصولات ګڼل کېږي.