Asset 1SWN

کندهار کې بې‌وزله کورنیو ته «وزې» ورکړل شوي

1000223966

د کندهار ښار په پنځمه او لسمه ناحیو کې د ۴۰ بې‌وزلو، بې‌سرپرسته او معلولو وګړو کورنیو ته «وزې» ورکړل شوي دي.

 دغه مرسته د افغانستان لپاره د پایښت‌لرونکي معیشت موسسې په تخنیکي همکاري شوې ده. د  کندهار مالدارۍ امریت استازي حافظ حمیدالله سلام‌وطندار ته وویل، د نوم‌‌لیکنې بهیر دوه میاشتې وړاندې پیل شوی و او اوس هرې مستحقې کورنۍ ته دوه-دوه وزې ورکړل شوې دي.

د هغه په خبره، کورنۍ به د دغو وزو له لارې د لبنیاتو اړتیاوې پوره او د اضافي محصولاتو په پلور سره به  اقتصادي ملاتړ ترلاسه کړي.

د دې مرستې هدف د بې‌وزلو کورنیو د معیشت ښه‌والی او د هغوی د ځان‌بساینې لپاره عملي ګام بلل کېږي.

یادو کورنیو ته څو اوونۍ وړاندې د څارویو د خوراک لپاره ۱۵۰ کیلو ګرامه ترکيبي مواد، وچ پروړ، نقدي مرسته او نور اړین توکي هم ورکول شوي وو.

د دې پروژې ټول لګښت شاوخوا ۴۵زره امریکایي ډالر ښودل شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته مهال د کندهار د دامان ولسوالي ۲۰ مالدارانو ته د معیاري غوجلو د جوړولو لپاره د ۷۰زره افغانیو په ارزښت توکي وېشل شوي دي.

د کرنې ریاست ویاند انجینیر محمدحنیف حقمل وویل چې له مرستې وړاندې د هالنډ کمېټې مسوولانو د مالدارانو لپاره د غوجلو د ارزښت او ګټو په اړه عامه پوهاوی کړی و.

وروسته هر مالدار ته د ۳۵۰۰ افغانیو په ارزښت سمنټ، خښتې، چونه، د درمل پاشنۍ ډبه او نور مواد ورکړل شوي، څو سالمې او معیاري غوجلې جوړې کړي.

د دې پروګرام موخه د څارویو د ساتنې کیفیت لوړول، دودیزو غوجلو پرځای معیاري جوړښت ته لاره هوارول او د مالدارانو اقتصادي وضعیت ته مثبته اغېزه رسول دی.

د کرنې ریاست د چارواکو په وینا، دغه پروګرامونه یوازې د مرستې په بڼه نه‌ده، بلکې د خلکو د ژوند پر اوږدمهاله پیاوړتیا تمرکز لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام