د خوست ځايي مسوولان وايي، پاکستان نن ۱۰ بجې د غلامخان لار د تګ راتګ پرمخ وتړله.
د خوست ولايت مقام وياند مستغفر ګربز سلاموطندار ته وويل، د تورخم، سپینبولدک او خرلاڅي لارو له تړل کېدو وروسته، غلامخان لار هم پاکستاني لوري د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې.
خوست کې يو شمېر سوداګر هم وايي چې د غلامخان لاره د پاکستان له لوري تړل شوې.
يو تن سوداګر شهباز سلاموطندار ته وويل چې پر ياده لاره سهار موټر واوښتل، خو له لسو بجو وروسته د پاکستان له لوري بنده شوه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وويل چې دواړو خوا ته په توکو بار يو شمېر موټر ولاړ دي.
تورخم او خرلاڅي دروازې په داسې حال کې د پاکستان له لوري تړل کیږي چې تېره شپه د افغان ځواکونو له لوري د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې په پاکستاني پوستو بریدونه وشول.
د اسلامي امارت چارواکو ویلي چې دغو بریدونو کې پاکستاني ۵۸ پاکستاني نظامیان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.