د غزې د روغتیا وزارت عمومي رییس، منیرالبرش ویلي، هغه ۳۰ مړي چې د جمعې پر ورځ ترلاسه شوي، د ازادو شویو د ډلې لهمنځه تر ټولو زیات ځورول شوي او یوازې یې هډوکي پاتې دي.
د فلسطین خبري اژانس صفا د البرش له قوله لیکلي چې ډېری جسدونه په داسې حالت کې دي چې یوازې هډوکي ترې پاتې او ځینې بیا د پېژندنې وړ نهدي، ځکه په وینا یې، د شکنجې، ډزو او په شګو کې د ښخولو له امله د هغوی څېرې لهمنځه تللې دي.
البرش زیاته کړه: «د اشغالګرو ځواکونو دغه کسان لومړی شکنجه او اعدام کړي، بیا یې د هغوی مړي ښخ کړي او وروسته یې بېرته را ایستلي، څو د مړو د ساتنې خونې ته یې وسپاري چې له دې امله یې د بدن بڼه او نښې بشپړه لهمنځه تللې دي. ډېری مړي داسې دي چې بدنونه یې ذوب شوي او د پېژندنې وړ نه دي.»
د هغه په وینا، ځینې جسدونه لاهم جامې او بوټونه لري، خو هغه هم په داسې حالت کې دي چې د پېژندلو وړ نه دي. البرش ویلي، ښايي د مړو خپلوان د جامو له لارې وکولای شي خپل عزیزان وپېژني.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل، ډېری جسدونه د ډزو، شکنجې او د ټانکونو تر څرخونو لاندې ټوټه ټوټه شوي دي.
د البرش د معلوماتو له مخې، هماغه تګلاره چې د پخوانیو جسدونو لپاره کارېدله، د دغو نویو جسدونو په اړه به هم پلې شوې وې او کورنیو ته به د پېژندنې لپاره د هغوی د کتنې فرصت ورکړل شي.
د ده په وینا، تراوسه د اوربند له پیل راهیسې له ۲۵۵ مړو څخه ۷۵ یې د کورنیو له لوري پېژندل شوي، خو ۱۲۰ جسدونه لاهم نااشنا پاتې دي او د هغوی د پېژندنې امکان ډېر کم دی.
د یادونې وړ ده چې د اسراییلو پوځ د تېرې ورځې په اوږدو کې د حماس له ډلې سره د بنديانو د تبادلې د تړون په چوکاټ کې ۳۰ فلسطینی جسدونه غزې ته سپارلي دي.