د اسراییلي پوځ لهخوا د امريکا په منځګړيتوب د تېر اکتوبر د اوربند له هوکړې سره ـ سره، په غزه کې د هغو سيمو پر ضد نوي پوځي عمليات شوي چې د اسراییلو تر مستقيم پوځي کنټرول لاندې نهدي.
د طبي سرچينو په وينا، د خان يونس په بېلابېلو سيمو کې د اسراییلي بريدونو له امله لږترلږه درې فلسطينيانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په وژل شويو کې يو ۱۵کلن هلک، يو کب نيونکی او يو بل نارینه شامل دي چې د خان يونس ختيځ لور ته په ډزو کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د غزې په مرکزي برخه کې، د بُريج د کډوالو د کمپ ختيځ ته د اسراییلو د ډزو له امله يوشمېر کسان ټپيان شوي دي.
په همدې حال کې، د غزې ښار په شمال کې اسراییلي ځواکونو د تُفاح په ګاونډ کې د هستوګنيزو کورونو او ملکي زېربناوو نړول روان ساتلي دي؛ دا سيمه تر ډېره مخکې هم ويجاړه شوې وه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د راپورونو له مخې، اسراییلي بېپيلوټه الوتکو د غزې ښار په ختيځو سيمو کې پر څو کورونو چاودېدونکي توکي غورځولي دي. همدارنګه، د شجاعيه او زيتون ګاونډ د توپچي بريدونو لاندې راغلي؛ دا هغه سيمې دي چې د جګړې په تېرو کلونو کې سختې زيانمنې شوې دي.
د غزې د روغتيا وزارت د وروستيو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳کال د اکتوبر راهيسې لږترلږه ۷۱زره او ۳۸۶ فلسطينيانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷۱زره او ۲۶۴ نور ټپيان شوي دي.
چارواکي زياتوي چې د اوربند له لاسليک کېدو وروسته چې نږدې درې مياشتې تېرېږي، لږترلږه ۴۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.