Asset 1SWN

سلام وطندار

غزه کې اوربند؛ تراوسه ۴۱۱ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی

afp_694cebecee2c-1766648812

اسراییلو د اکتوبر په میاشت کې د اوربند له هوکړې وروسته هم په غزه کې خپل مرګوني بریدونه او پر بشري مرستو سخت محدودیتونه دوامدار ساتلي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د اوربند له پیله تراوسه لږترلږه ۴۱۱ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د فلسطین رسمي خبري اژانس «وفا» روانه اوونۍ راپور ورکړی چې د غزې ښار ختیځ ته د شجاعیه په سیمه کې اسراییلي سرتېرو پر ملکي وګړو ډزې کړي چې په پایله کې یې دوه فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا پېښه د اوربند له موجودیت سره سره شوې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل لور ته، اسراییلو د بشري مرستو پرمخ هم سخت بندیزونه لګولي دي. راپورونه وایي چې د خوراکي توکو، درملو او لنډمهالو سرپناوو د ننوتلو مخه نیول شوې چې له امله یې بې‌ځایه شوي فلسطینیان له جدي ستونزو سره مخ دي.

دا محدودیتونه په داسې حال کې دوام لري چې غزه له سختو ژمنیو توپانونو سره مخ ده او زرګونه کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

بشري بنسټونه د وضعیت د لاخرابېدو په اړه خبرداری ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام