غزه کې د اسراییلو د مرګونو بریدونو پر دوام، په شویو تازه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغو کسانو د غزې پر بېلابېلو سیمو د اسراییلو په بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
په ورته مهال د بېپولې ډاکټرانو بنسټ وايي چې المواسي سیمه کې د دوی کلینیک ته نږدې اسراییلو بمباري کړې.
همداراز یوشمېر نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې اسراییلو په خان یونس کې د ملګروملتونو د خوړو وېش مرکز په نښه کړی دی. دې مرکز به هره ورځ غزه کې فلسطینیانو ته خواړه وېشل.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د غزې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د اسراییلو بریدونو راهیسې غزه کې مړو شویو کسانو شمېر نږدې ۵۱زره ته رسېدلی دی. څه باندې ۱۰۰زره کسان ټپیان شوي او زرګونه نور بیا له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.
د یاد وزارت په وینا، څه باندې ۶۱۷۰۰ کسان د ویجاړو شویو ودانیو، خاورو او ډبرو لاندې ورک دي.