د هرات د یوه تولیدي شرکت مسوولان وايي چې د دوی له لوري تولید شوي د ګازو تانکرونه روسیې، اوزبیکستان او قزاقستان ته صادرېږي.
د «تانکر ګاز محمدي» د تولیدي شرکت رییس عتیقالله نیازی، وایي چې تراوسه یې، ۱۴ لوی د ګازو تانکرونه روسیې او اوزبیکستان ته صادر کړي او دا بهیر لاهم روان دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاتوي چې د دې شرکت تولید شوي تانکرونه نه یوازې بهر ته لېږدول کېږي، بلکې د کورني بازار لپاره هم وړاندې کېږي او په کور دننه یې تقاضا ورځ تر بلې په لوړېدو ده.
یاده دې وي چې په «تانکر ګاز محمدي» تولیدي شرکت کې ۲۰ کسان کار کوي او په منځنۍ کچه هره میاشت درې د ګازو تانکرونه تولیدوي.