Asset 1SWN

د جوزجان طوطي‌میدان د ګازو استخراج چارې پیل شوې

G0y5bObWwAA0Wj7

د کانونو او پترولیم وزارت مسوولان وايي، د جوزجان ولایت د طوطي میدان د ګازو ساحې د اکتشاف او استخراج چارې چې له یوه اوزبیکستاني شرکت سره یې قرارداد شوی، نن پیل شوې.

د کانونو او پترولیم وزیر هدایت‌الله بدري نن (یکشنبه، سنبله ۲۳) مزارشریف ښار کې په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته وویل، یاد کان ۷۵۰۰ کیلومتر مربع مساحت لري چې له مخکې په کې ۵۰ ساختماني جوړښتونه تثبیت شوي او شاوخوا ۳۰ ژورې څاه‌ګانې شتون لري.

د هغه په وینا، د طوطي‌میدان د ګازو استخراج تړون د کانونو او پټرولیم وزارت او ایریل‌کام شرکت ترمنځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی.

ښاغلي هدايت‌الله زياته کړه: «نن ورځ د طبیعي سرچینو په استخراج کې نوی باب پرانیستل کېږي چې دا پروژه کولی شي د افغان ـ ازبيک اقتصادي مشارکت یوه بریالۍ بېلګه وګرځي.»

ورته وخت کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د طوطي میدان د ګازو ساحې استخراج د هېواد د ځان بسیاینې په برخه کې یو ګټور ګام بولي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وايي، د دغه کان د استخراج چارو په پیل سره به سره له دې چې د نفتي موادو په برخه کې هېواد ځان بسیاینې ته ورسیږي، بهر ته به یې هم د صادراتو زمینه برابره شي.

ښاغلي برادر اړوند شرکت ته په ټينګار سره ويلي، د دغې پروژې چارې په لوړ کیفیت سره پرمخ یوسي او د خلکو د هیلو پوره کولو ته کار وکړي.

ملا برادر له او پانګوالو غوښتي چې د تېر په څېر د افغانستان بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او په اقتصادي پرمختګ کې ونډه واخلي.

ورته وخت کې د افغانستان په چارو کې د اوزبیکستان ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشوف ټینګار کوي او وايي، اسلامي امارت له کانونو په معیاري او ګټوره توګه استفاده کوي.

هغه د افغانستان بېلا بېلو برخو کې د اوزبیکستان پانګونه د اقتصادي وضعیت ښه‌والي او د کاري فرصتونو رامنځ ته کولو لپاره هڅه بولي.

د جوزجان د طوطي‌میدان د ګازو ساحې د اکتشاف او استخراج قرارداد د کانونو او پترولیم وزارت او د ایریل ګروپ په نوم یوه ازبکستاني شرکت سره پخوا لاسلیک شوی او اوس یې عملي چارې پیل شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام