Asset 1SWN

د جي۷ هېوادونو د اوکراین پر ملاتړ ټینګار کړی

wa-image-for-g7-declaration

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشران چې دG7  په نوم پېژندل کېږي، یو ځل بیا د اوکراین د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د دې هېواد د موجودیت د حق پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

په هغه ګډه خبرپاڼه کې چې سه‌شنبه، کب پنځمه د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پیل د څلورمې کلیزې په مناسبت خپره شوې، راغلي چې امریکا، جرمني، بریتانیا، فرانسه، ایټالیا، کاناډا او جاپان د اوکراین ترڅنګ «نه بدلېدونکی او ټینګه دریځ» لري.

د جي۷ مشرانو په خبرپاڼه کې ویل شوي: «موږ د سولې بهیر د پیل او د دواړو لورو د مستقیمو خبرو د برابرولو لپاره د ډونالډ ټرمپ له هڅو خپل دوامدار ملاتړ اعلانوو. اروپا به د نورو شریکانو ترڅنګ په دې بهیر کې مهم رول ولري.»

په خبرپاڼه کې چې د واشنګټن ملاتړ هم ورسره څرګند ښکاري، ټینګار شوی چې اوکراین او روسیه یوازې د رښتینې نیت‌لرونکو خبرو له لارې د سولې هوکړې ته رسېدای شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا له هغه وروسته لومړۍ ګډه خبرپاڼه ده چې د اوکراین په اړه د جي۷ د مشرانو له‌خوا د ډونالډ ټرمپ د بیاځلي واک ته رسېدو وروسته خپرېږي.

په همدې تړاو، د بریتانیا، فرانسې او جرمني مشرانو هم یو ځل بیا د اوکراین لپاره د «عادلانه او تلپاتې سولې» پر ژمنې ټینګار کړی دی. دغه څرګندونې د «رضاکارو ائتلاف» تر سرلیک لاندې د یوې ناستې له ترسره کېدو وروسته خپرې شوې دي.

په ورته وخت کې، د «رضاکارو ائتلاف» په چوکاټ کې له ۳۰ ډېر ولسمشران او لوړپوړي مشران د سه‌شنبې پر ورځ له مسکو وغوښتل چې بې‌له کوم شرطه اوربند ته غاړه کېږدي.

مسکو تراوسه په دې اړه په رسمي توګه خپل دریځ نه‌دی څرګند کړی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام