په لوګر کې د مرکز پلعلم او ولسوالیو په کچه د فوتسال سیالي د بدني روزنې او ورزش آمریت او د فوتسال فدراسیون په نوښت، د څرخ ولسوالي د ورزشي جمنازیوم په تالار کې د ۳۰ لوبډلو په ګډون په رسمي توګه پیل شوې.
د بدني روزنې او ورزش امر انجینیر مزمل نعیمزي سلاموطندار ته وویل، دغه سیالي به د یونیمې میاشتې لپاره دوام وکړي او موخه یې د فوتسال په برخه کې د وړ لوبغاړو پېژندل، د سیالي کچه لوړول او د ورزش فرهنګ ته وده ورکول دي.
د سیالیو لومړۍ لوبه د «طوفان لوګر» او «اتحاد چرخ» لوبډلو ترمنځ شوي چې په پایله کې د اتحاد چرخ لوبډلې د پنځه پر درې په توپیر سره بریا خپله کړه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د مسؤولینو په وینا، تمه ده چې د سیالیو په دوام کې به د لوګر د بېلابېلو سیمو لېواله ځوانان ګډون وکړي او د فوتسال په برخه کې د نویو استعدادونو د راڅرګندېدو لپاره به ښه زمینه برابره شي.
بلخوا، د سیالیو ګډونوال د یادو مسابقو له جوړېدو خوښي څرګندوي او وایي چې د بدني روزنې او ورزش امریت دې د فوتسال ترڅنګ نورو ورزشي برخو ته هم پاملرنه زیاته کړي ترڅو د ورزش لپاره لا مناسب فرصتونه برابر شي.