Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالي پیل شوې

855eeec7-a8cb-42ad-aa31-0f213f0d6755

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د ولایت په کچه د ۱۶ غوره لوبډلو ترمنځ د «حذفي جام» په نوم د فوټسال سیالۍ پیل شوې دي.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت امر، انجنیر مزمل نعیم‌زي، سلام‌وطندار ته وویل، یادې سیالي د فوټسال فدراسیون له لوري تنظیم شوي او ټاکل شوې چې د یوې اوونۍ لپاره به دوام وکړي.

د نوموړي په وینا، د سیالیو په لومړۍ ورځ حصارک اتلان، نخبگان لوګر، پیمان لوګر، اتحاد لوګر، خراسان، استقلال مرکز، تندر لوګر او مجتمع ورزشي کاروان لوبډلو د یو بل پر وړاندې سیالۍ وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نعیم‌زي زیاته کړه، د دغو سیالیو له جوړېدو څخه موخه په ولایت کې د فوټسال ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د ښو اړیکو رامنځته کول، د پیاوړو استعدادونو موندل او ځوانانو ته سالمه بوختیا برابرول دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د دغه ولایت په څرخ ولسوالي کې د فوټسال ورته سیالۍ ترسره شوې وې.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام