یوشمېر هغه بېسرپرسته مېرمنې چې د ښځو پروړاندې د محدودیتونو له لګولو وروسته یې، د عوایدو سرچینې له لاسه ورکړي، وايي، اوس د خلکو په کورونو کې پاککاري کوي.
نسرین چې په تېر حکومت کې یې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې دنده لرله، وايي، د خپلو ماشومانو د خوراکي او غیرخوراکي اړتیاوو برابرولو لپاره اړ ده چې د نورو خلکو په کورونو کې پاککاري وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغې وویل: «اړ یم چې د خلکو په کورونو کې کار وکړم؛ د ماشومانو مسوولیت زما پر غاړه دی. بله چاره نهلرم.»
هغه چې د څلور ماشومانو مور ده، اوس کابل کې په یوه کرایه کور کې ژوند کوي. دا وايي، د صفاپاکارۍ له لارې په ګټلو پیسو په سختۍ سره د خپل ژوند اړتیاوې برابروي.
د نسرین په وینا، د ژوند ستونزو له رواني ناروغیو سره مخ کړې او د ماشومانو پر رواني وضعیت یې هم منفي اغېز کړی دی. «څلور یتیمان لرم؛ دوه لورګانې مې له زدهکړو پاتې دي؛ یوه نهم ټولګي کې او بله لسم کې وه. یو زوی مې پنځم او بل یې، نهم ټولګي کې دي.»
د ښځو پر روان د وزګارتیا، ناهیلۍ اغېزې
ارواهپوه سیدعصمت هاشمي وايي چې د وروستیو درېوو کلون پرمهال د نوموړي درماني مرکز ته ورغلي ډېر مراجعین نجونې او مېرمنې دي چې پر رواني ناروغیو اخته وې. «لویه ستونزه یې، رواني فشارونه دي. نجونې او مېرمنې پر رواني اختلالاتو اخته دي. ژورخپګان، ناهیلي او اضطراب یې، لوی اختلالات دي.»
دغه ارواهپوه زیاتوي چې مېرمنې د افغانستان راتلونکي نسل روزنه کې مهمه ونډه لري او په وینا یې، پر دوی رواني فشار د ماشومانو پر چلن منفي اغېز لري.
هېواد کې کلونه جګړې، ناهیلي او اقتصادي ستونزې نهیوازې پر ښځو، د ټولنې پر ټولو وګړو نهجبرانېدونکي منفي اغېز کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان تازه افغانستان کې د رواني ناخوښیو زیاتېدو له امله اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې د دې هېواد ۵۰سلنه وګړي، پر رواني ناخوښیو اخته دي؛ هغه څه چې مېرمنې د درملنې مرکزونو ته ډېر کم لاسرسی لري.