د اوړو نرم بوی د کارخونې په فضا کې خپور دی. نري سپین تارونه د فلزي راډونو پر سر ځوړند دي او د نیمه خلاصې کړکۍ له لارې ننوتې رڼا د اشو پر نرمو تارونو ورو ورو خپرېږي.
فضا چوپه ده؛ داسې چوپتیا چې یوازې د ماشین غږ یې ماتوي. د همدې چاپېریال په منځ کې شکیلا شریفي قدم وهي، هغه مور چې یو وخت یې په ټولګیو کې درس ورکاوه، خو نن د اشو تولید د ماشین ترڅنګ ولاړه ده او د خپل ژوند نوې کیسه جوړوي.
شکیلا خپل کار له لږې پانګې پیل کړ. په لومړیو کې به یې یوازې څو کیلو اوړه په لاسونو لمدول، اش به یې جوړول او د کور په محدوده فضا کې به یې وچول.
دا یو کوچنی پیل و، خو له همدې ځایه یې د ځان او خپلو ماشومانو لپاره د یوې روښانه راتلونکې بنسټ کېښود. د وخت په تېرېدو سره یې هڅو پایله ورکړه او اوس توانېدلې چې د هرات ښار په دیارلسمه ناحیه کې دولسو ښځو او نارینهوو ته د کار زمینه برابره کړي. دا کارخونه چې د «رعنا بانو» په نوم پېژندل کېږي، اوس د هرات د ډېرو کورنیو لپاره اشنا نوم دی.
شکیلا د خپل کار د پیل له ستونزو داسې یادونه کوي: «کله چې مې کار پیل کړ، په ژوند کې له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ شوم، خو هدف مې دا و چې د ځان او خپلو ماشومانو لپاره یو ښه راتلونکی ولرم. له یوه کوچني ځایه مې پیل وکړ او اوس ګورم چې کار مې ورځ تر بلې پراخېږي چې دا راته د ډېرې خوښۍ وړ دی.»
دا کارخونه هره ورځ شاوخوا پنځه سوه کیلوګرامه اوړه په نري اشو بدلوي؛ هغه اش چې د ډېرو کورنیو پر دسترخوانونو ایښېږي دي.
که څه هم دا تارونه د مصرفکوونکو لپاره یو دودیز خواړه دي، خو د شکیلا او د هغې د کارکوونکو لپاره د ساعتونو زیار، زغم او هیلو پایله بلل کېږي. نوموړې وايي، که د دې کار ملاتړ زیات شي، کولی شي خپله کارخونه نوره هم پراخه کړي او لسګونو نورو ښځو او نجونو ته د کارکولو زمینه برابره کړي.
شکیلا د خپلو فعالیتونو په اړه وايي: «د ښځو د سوداګرۍ خونې په همکارۍ مې په هرات او کابل کې په نندارتونونو کې ګډون وکړ او خپل محصولات مې معرفي کړل. هیله لرم چې په راتلونکي کې د ښځینه متشبثینو لپاره نورې مرستندوی برنامې هم جوړې شي، څو وکولای شو لا ډېرې ښځې په کار وګمارو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په دې کارخونه کې ډېری هغه نجونې کار کوي چې له زدهکړو بېبرخې پاتې شوې دي. یوشمېر یې د اوړو د چمتو کولو مسوولیت لري، نورې د ماشین ترڅنګ ولاړې وي، هلته چې اوړه د تیغونو له لارې تېرېږي او په نري تارونو بدلېږي.
د کارخونې په بل اړخ کې، نجونې د اشو تارونه پر فلزي راډونو ږدي، څو وچ شي. وروسته د بستهبندۍ پړاو پیلېږي؛ تارونه وزن کېږي، په کڅوړو کې اېښودل کېږي او بازار ته د پلور لپاره چمتو کېږي.

رقیه محمدي چې له درېیوو کلونو راهیسې په دې کارخونه کې کار کوي، وايي چې دې دندې یې پر ژوند مثبت اغېز کړی دی. «تر شپږم ټولګي پورې مې زدهکړې کړې وې، خو شرایطو اجازه ورنه کړه چې ښوونځي ته دوام ورکړم. په کور کې مې روحیه خرابه شوې وه، خو کله چې دې کارخونې ته راغلم، بوخته شوم، له نورو نجونو سره مې بلدتیا پیدا کړه او هم مې اقتصادي وضعیت ښه شو. اوس پر ځان ولاړه یم او له خپل کاره راضي یم.»
ربابه یوسفي چې د اوړو د چمتوکولو په برخه کې کار کوي، هم د دې کارخونې اغېز د پام وړ بولي: «له شپږو میاشتو راهیسې دلته کار کوم. تر دې مخکې بېکاره وم، خو اوس د کورنۍ لګښت کې مرسته کوم او روحیه مې ښه شوې ده. هیله لرم چې یوه ورځ خپله داسې کارخونه جوړه کړم او نورو اړمنو کسانو ته د کار زمینه برابره کړم.»
د شکیلا شریفي تجربه ښيي چې کوچني کارونه، که څه هم له لږې پانګې پیلېږي، کولی شي د خلکو پر ژوند ژور او مثبت بدلون راولي. دا ډول نوښتونه نه یوازې د کورني تولید په پیاوړتیا کې رول لري، بلکې د ښځو د وزګارتیا د کمولو او د هغوی د ټولنیزې انزوا د مخنیوي لپاره هم اغېزمنه لار بلل کېږي.