Asset 1SWN

سلام وطندار

غزه کې د اسرائیلو تازه بریدونه؛ لږترلږه ۱۰۴ کسان شهیدان شوي

Palestinians run as a building hit by an Israeli air strike collapses, in Gaza City, September 5, 2025. REUTERS/Mahmoud Issa     TPX IMAGES OF THE DAY

د غزې د ملکي دفاع ادارې د راپور له مخې، د اسرائیلو د وروستیو بریدونو له امله لږترلږه ۱۰۴ کسان شهیدان شوي دي. په شهیدانو شویو کې۴۶ ماشومان هم شامل دي.

دا د روانې اکتوبر میاشتې له لسمې نېټې وروسته د تلفاتو تر ټولو لوړ شمېر دی.

د حماس غورځنګ د اسرائیلو تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د مړو د موندلو بهیر د جګړې له امله د پراخو ورانیو له کبله ډېر ستونزمن دی.

حماس زیاته کړې چې د غزې په ورانیو کې د جسدونو راایستلو لپاره نه کافي وخت شته او نه هم لازم تخنیکي وسایل لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د یادې شوې هوکړې له مخې، حماس شل ژوندي یرغمل کسان اسرائیلو ته سپارلي او په بدل کې اسرائیل شاوخوا دوه زره فلسطیني بنديان خوشې کړي دي.

 د غزې د روغتیايي بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ، د اسرائیلو تر بریدونو لاندې تر دې دمه لږترلږه ۶۸،۶۴۳ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام