Asset 1SWN

د فریلانس کار؛ افغان ځوانان: له رسمي دندې ډېر عواید لرو

Afghan-girls

په هېواد کې یوشمېر ځوانان د رسمي یا دایمي دندې ترڅنګ له ځینو شرکتونو او بنسټونو سره په مستقیمه یا غیرمستقیمه توګه مسلکي کار کوي.

 د یادو ځوانانو د شغلي وضعیت ارزونې لپاره سلام‌وطندار له ۳۰ کسانو سره چې رسنیو، انجینیري او ګرافیک برخه کې فعالیت لري، مرکې کړې دي.

په راپور کې له ۱۲ ځوانانو سره د رسنیو برخه، د ګرافیک ډیزاین برخه کې له اتو او لسو ځوانانو سره هم د انجینیري برخه کې خبرې شوې دي. له دې ډلې ۲۱ ځوانانو ویلي چې فریلانس کار یې د دوی او د کورنیو اقتصادي وضعیت ښه‌والي کې اغېزمنه وه او نهه نور بیا پر دې باور دي چې تر یوې اندازې یې، دندې مالي وضعیت‌ ښه‌والي کې مرسته کړې ده.

په ورته مهال ۳۰ کسانو سره چې دې راپور کې ورسره مرکې شوي، یوولسو ویلي چې د فريلانسېنګ ترڅنګ رسمي دنده هم لري او ۱۹ نور چې له دې لارې عواید ترلاسه کوي، د خپلې کورنۍ اړتیاوې پرې برابروي.

دغه ځوانان وايي چې د بنسټونو له لوري په فرېلانس کار کې د تړاو او فشار نشتوالی لامل شوی چې په خپلواکه او ازاده توګه کار وکړي، خو په وینا یې، په لنډمهالي توګه د یادې دندې مخته وړل، د شغلي امنیت نشتوالی دی.

حمیده او اسما د انجینیري برخه کې فعالیت کوي، دوی وايي چې ازاد کار د دوی پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز کړی او په وینا یې، کورنۍ ته یې هم ګټه رسېدلې ده. دوی زیاتوي چې ډېری وخت د ازاد کار عواید یې، د رسمي دندې له عوایدو ډېر وي.

حمیدې وویل: «بې له شکه زموږ په اقتصادي ودې او همدارنګه زما د کورنۍ د وضعیت په ښه کولو کې مثبت اغیزه کړې ده په ځینو مواردو کې، د ازاد کار عاید د رسمي دندو په پرتله لوړ و. د مثال په توګه، که زه په خپله رسمي دنده کې ۱۵۰۰۰ افغانۍ عاید  وي، زه کولای شم د ازاد کارکولو څخه شاوخوا ۲۰ یا ۲۵۰۰۰ افغانۍ عاید ولرم.»

اسما وویل: «ازاد کار په رښتینې توګه زموږ اقتصادي وضعیه ښه‌والي کې مرسته کړې. دا کار د یوه کس اقتصادي وده کې مرسته کولای شي او ځان‌بسیاینې ته یې، رسوي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ډېری فریلانسر ځوانان یا په عامه اصطلاح هغه ځوانان چې مدیر یا رییس نه‌لري، پر دې باور دي چې ازاد کار  نه یوازې ځوانان خپلواکوي، بلکې د اقتصادي وضعیت ښه‌والي کې هم اغېز لري.

یاد ځوانان د کار پرمهال د فشار نشتوالی او ازادي د یاد کار تر ټولو ښه‌ ښه‌والی یادوي. د دوی په وینا، هر وخت چې وغواړي کار کوي او په بدل کې یې، پیسې ترلاسه کوي.

ګرافیک ډیزاینر مرتضی حیدري او خبریال حضرت سالک وویل: «د دې کار یوه ګټه دا ده چې وخت ځانګړی نه‌وي او رواني فشار هم نه‌لري. ښه‌والی دا دی چې کولای شې، هر وخت کار وکړې او هر وخت پیسې وګټې.»

حضرت سالک وویل: «فریلانس کار له مالي اړخه ښه عواید لري او معمولا دودیزو شغلونو کې عواید نه‌‌وي. فریلانس کې کاري محدودیت نه‌وي او تر فشار لاندې نه‌وې.»

په راپور کې همداراز مرکه شویو اقتصادي ستونزې او د حضوري کار نشتوالی هغه عوامل یادوي چې له کبله دوی فریلانسینګ ته مخه کړې ده.

شکیلا وايي چې د ژوند اړتیاوو برابرولو لپاره په فریلانسېنګ توګه یې، خپلو رسنیو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی. «اړ شوم چې د خپل ژوند اړتیاوو برابرولو لپاره په فریلانس توګه کار وکړم. د فریلانس ترڅنګ، ماته په حضوري توګه د کارکولو زمینه نه‌ده برابره. افغانستان کې شته محدودیتونه او اوسني شرایط لامل شوي چې فریلانس کار وکړم.»

احمد چې د ګرافیک برخه کې کار کوي، وايي، دې برخه کې د فرېلانس په توګه کار کوي. «فریلانس ته د کارکولو پرېکړه د دې لپاره وه چې حضوري کار کې مې د ژوند اړتیاوې نشوای برابرولی، د همدې لپاره مې ازاد کار ته مخه کړه.»

یوشمېر فریلانس کارکوونکي د یاد کار د ګټو ترڅنګ زیانونو ته یې هم اشاره کوي. دوی وايي چې د اوږدمهال تړون نشتوالی، د دې کار ترټولو بنسټ‌ییزه ستونزه ده او دا چاره کولای شي چې دیوه کس د وزګارتیا لامل هم شي.

د ګرافیک طراح نادیه وايي: «د ازاد کار په زیانونو کې د اوږدمهاله قراردادونو نشتوالی، بې‌ثباته عاید او د کاري ګټو نشتوالی شامل دي. همدارنګه، موږ باید تل سیالي وکړو، ځکه چې پدې برخه کې ډېری ازاد کارکوونکي کار کوي.»

انجینیرې منیرې هم وویل: «د ازاد کارکولو یوه نیمګړتیا دا ده چې موږ ممکن په یوه میاشت کې ډېر وړاندیزونه ترلاسه کړو، پداسې حال کې چې په راتلونکو میاشتو کې ممکن هېڅ پروژه نه‌وي. دا بې‌ثباتي د هغو خلکو لپاره ستونزمن کیدی شي چې د دندې ساتلو په لټه کې دي.»

د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان وايي، په داسې شرایطو کې چې دندې نشته، فریلانسېنګ کولای شي، د دوی او کورنۍ اقتصادي اړتیاوو برابرولو کې رغنده رول ولوبوي.

د اقتصادي چارو کارپوه شاپور یعقوبي وايي: «ازاد کار خلکو ته اجازه ورکوي چې له کوره کار وکړي او د لومړني پانګې اړتیا پرته عاید ترلاسه کړي. دا نه یوازې د انفرادي عاید په لوړولو کې مرسته کولی شي، بلکې دا به د هېواد په اقتصادي وده هم مثبت اغیزه ولري. د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره، ازاد کار د ځوانانو د بې‌کارۍ سره د مبارزې او د کورنیو د معیشت د ښه‌کولو لپاره یو اغېزمن او عملي حل ګڼل کېږي.»

هڅه مو وکړه چې دې برخه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت نظر هم له ځان سره ولرو، خو د یاد وزارت د چارواکو پر نظر اخیستلو بریالي نه‌شو.

هېواد کې د کاري فرصتونو کمښت لامل شوی چې ډېری ځوانان فریلانسینګ ته مخه کړي، څو وکولای شي، له دې لارې د خپل او کورنۍ اړتیاوې برابرې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام