Asset 1SWN

سلام وطندار

وړیا ښوونیزې ویډیوګانې؛ د ځوانانو مهارتونو لوړولو لپاره نوی فرصت

ښځې درس کارکوونکې مېرنمې (1)

له ۲۸ ځوانانو (۱۴ نجونو او ۱۴ هلکانو) سره د سلام‌وطندار د خبرو موندنې ښيي چې دغو ځوانانو په ټولنیزو شبکو کې د خپرو شویو وړیا ښوونیزو ویډیوګانو له لارې خپل فردي، تعلیمي او مسلکي مهارتونه لوړ کړي.

د دغو موندنو له مخې، ۹ ځوانانو د اکسس، نټورک او ګرافیک ډیزاین په څېر د کمپیوټري سافټویرونو، ۶ هغو د بهرنیو ژبو د زده‌کړې او څلورو نورو د ویډیو ایډیټ او د محتوا تولید په برخه کې مهارتونه ترلاسه کړي او د ځان لپاره یې د کار زمینه برابره کړې.

دغه ځوانان وایي چې ډیجیټلي زده‌کړې یې د دوو، دریو، څلورو او شپږ میاشتو په موده کې د یوټیوب، فېسبوک، انسټاګرام، ټیلیګرام او واټساپ له لارې په انلاین بڼه ترلاسه کړي.

د هغوی په وینا، ټیټه بیه، حضوري ښوونیزو مرکزونو ته د لاسرسي نشتوالی او دا چې هر وخت او هر ځای زده‌کړو ته لاسرسی لري، د وړیا ډیجیټلي زده‌کړو پر لور د ځوانانو د لېوالتیا مهم لاملونه دي.

د غزني اوسېدونکی ۲۲ کلن احمد ضیا تابش او د کابل اوسېدونکې ۲۵ کلنه ذکیه مسلم ذهاد وایي، د انلاین ښوونیزو ویډیوګانو له لارې یې بهرني ژبې زده کړې دي.

«نږدې څلور میاشتې مو ترکي ژبه په انلاین بڼه د یوټیوب له لارې ولوستله او ډېر ګټور تمام شو، لکه څنګه چې موږ پوهېږو، نن سبا کولی شو ځان ته په کور کې تعلیمي فضا برابره کړو او د پوهنتون چاپېریال په کور کې رامنځته کړو. د همدې لپاره زه غواړم خپلې زده‌کړې انلاین پرمخ یوسم. بله ښه ځانګړنه یې دا ده چې ډېر ارزانه تمامېږي، نږدې وړیا دی، یوازې انټرنېټ ته اړتیا لري.»

«زه د یوټیوب او واټساپ له لارې د وړیا ښوونیزو ویډیوګانو په مرسته زده‌کړې کوم. له یوټیوب څخه د ښوونیزو ویډیوګانو له لارې زده‌کړه کولی شو. د هغو پروګرامونو له لارې چې زده مې کړل، د ژبو پروګرامونه وو، لکه انګلیسي ژبه او الماني ژبه چې د یوټیوب د ښوونې له لارې مو زده‌کړې دي.»

د کابل اوسېدونکې ۲۳ کلنه سارا احمدي وایي، د کمپیوټر او ګرافیک ډیزاین په برخه کې یې د شپږو میاشتو وړیا ډیجیټلي زده‌کړییز کورس بشپړ کړی.

هغې وویل: «په ډیجیټلي فضا کې مې په وړیا ډول زده‌کړه کړې. زده‌کړې مې تر ډېره په ګرافیک ډیزاین، انګلیسي ژبه او ډیجیټلي بازارموندنه کې وې. زده‌کړې په دوامدار ډول روانې وې. د ۱۴۰۲ کال له پیل راهیسې مې انلاین زده‌کړه پیل کړه.»

د کابل اوسېدونکی ۲۴ کلن سمیع‌الدین عزیزی چې له اقتصاد پوهنځي فارغ شوی وايي، د ټیلیګرام او واټساپ له لارې د درې میاشتو انلاین زده‌کړو په ترڅ کې یې د ډیجیټلي بازارموندنې، پلور او له مراجعینو سره د مشورې مهارتونه زده‌کړي.

هغه وایي: «ما په وړیا ډول په ډیجیټلي فضا کې زده‌کړه کړې. زده‌کړې مې تر ډېره د بازارموندنې، انلاین پلور، د محتوا تولید، روغتیایي مشورو او له مراجعینو سره د اړیکو مهارتونو په برخو کې وې او دا زده‌کړې په تدریجي او دوامدار ډول ترسره شوې دي.»

د کابل اوسېدونکی ۲۷ کلن سونیل بیات وایي چې یوټیوب او فېسبوک کې د خپرو شویو ویډیوګانو په کارولو سره یې، د محتوا تولید یو شمېر مهارتونه، لکه خبر لیکنه او د انځور ایډیټ زده‌کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وایي: «ما په دې دوره کې د محتوا تولید، د ټولنیزو شبکو مدیریت او همدارنګه رسنیز مهارتونه زده کړل. د دې ترڅنګ، د ټولنیزو شبکو له لارې مې یو شمېر ښوونیزې ویډیوګانې تعقیب کړې چې تر ډېره د یوټیوب او فېسبوک له پاڼو وې او ډېرې ګټورې وې. د دغو ویډیوګانو په لیدو سره مې راپور لیکنه، خبر لیکنه او د محتوا تولید زده‌کړل. ما وکولی شول خپل رسنیز مهارتونه لوړ کړم او په عملي ډګر کې له همدې زده‌کړو استفاده وکړم او په خپل کار کې یې پلی کړم.»

هغه ځوانان چې په ټولنیزو شبکو کې یې د انلاین ښوونیزو ویډیوګانو له لارې زده‌کړې غوره کړي، وایي چې ډیجیټلي زده‌کړو د ښوونځي او پوهنتون فضا تر کورونو رسولې؛ خو په عین حال کې وایي چې دغه ډول زده‌کړې یو لړ ستونزې هم لري.

دوی وویل، د باکیفیته انټرنټ نشتوالی او د موبایل او کمپیوټر نه‌لرلو په څېر د زده‌کړې لپاره د مناسبو وسایلو نه‌شتون دغه برخه کې مهمې ننګونې دي.

د کابل اوسېدونکی او د ژورنالېزم پوهنځي محصل ۲۴ کلن عبدالواحد نظري او د پروان اوسېدونکې ۲۰ کلنه یلدا اصیل تیموري د ډیجیټلي زده‌کړو د ستونزو په اړه داسې وایي:

«یوه ستونزو دا ده چې د انټرنټ لګښت لوړ دی، مناسب لپ‌ټاپ نه‌شته د هغو کسانو لپاره چې غواړي زده‌کړه وکړي، انټرنټ کمزوری دی چې په ځینو ځایونو کې سم کار نه کوي.»

«اصلي ستونزه د کمپیوټر او انټرنټ نه‌لرل دي. په پیل کې مې زده‌کړې په موبایل تعقیبولې چې ډېرې ستونزمنې وې. د انټرنټ ټیټ سرعت هم لامل کېده چې ویډیوګانې سمې ونه لیدلی شم او یا یې ډاونلوډ نه کړی شم.»

ورته وخت کې، د ټکنالوژۍ کارپوه بدرالله دانش وایي چې په ټولنیزو شبکو کې د زده‌کړو اعتبار د سرچینې او د محتوا د کیفیت له دقیقې ارزونې سره تړاو لري.

هغه وایي: «ډیجیټلي زده‌کړې له وخت او مکان سره محدودې نه دي او کاروونکو ته دا زمینه برابروي چې د خپلې اړتیا او د زده‌کړې د سرعت مطابق زده‌کړې وکړي. د دغو زده‌کړو اعتبار د سرچینې دقیقې ارزونې، د محتوا کیفیت او له تعلیمي معیارونو سره همغږۍ پورې تړاو لري. که پلېټفارم سم وټاکل شي، انلاین زده‌کړه کولی شي مهارت‌محوره وي او د خلکو واقعي اړتیاوې پوره کړي.»

ورته وخت کې، د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولان وایي چې په تېرو څلورو کلونو کې یې د انټرنټ او مکالمو د بیو راکمولو په برخه کې ښې لاسته‌راوړنې لرلې او هڅه کوي چې خلکو ته باکیفیته او ارزانه انټرنټي بستې برابرې کړي.

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزی سلام‌وطندار ته وایي: «موږ وکولی شول چې افغانستان کې د مکالمو او انټرنټ بیې راکمې کړو. د ټولنیزو شبکو د کیفیت د ښه‌والي لپاره یو له مهمو برخو څخه د فریکونسي مزایده وه چې موږ په ۲۰۲۴ کال کې په دریو بېلابېلو بانډونو کې ۴۸ فریکونسۍ مخابراتي شبکو ته د اجارې په ډول وسپارلې. مخابراتي شبکو هم په دې برخه کې شاوخوا ۹۸ میلیون امریکایي ډالر پانګونه کړې او له همدې لارې کولی شو چې په ټول افغانستان کې خپلې شبکې 4G  ته لوړې کړو.»

د کارپوهانو په باور، ډیجیټلي زده‌کړه د حضوري زده‌کړې یو مهم بدیل بلل کېږي او د شته ننګونو ترڅنګ، د ځوانانو د وړتیاوو لوړولو او د مهارت‌زده‌کړې په برخه کې اغېزناک رول لوبوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام