Asset 1SWN

سلام وطندار

خوست کې په ۶۶ ميليونه افغانيو څلور پروژې بشپړې شوې

IMG-20240627-WA0016

د خوست ښاروالي له‌خوا د خوست ښار بېلابېلو سیمو کې په ۶۶ میلیونه افغانیو د داخلي سړکونو او لښتيو جوړولو څلور پروژې بشپړې شوې.

د خوست ښاروال قاري بسم‌الله بلال د يادو پروژو د ګټې‌اخيستنې مراسمو کې وویل چې دغه څلور پروژې چې په ښار کې پلې شوې، په‌کې دوه نيم کيلومتره د ښار داخلي سړکونه او څه باندې پنځه کيلومتره په اساسي ډول د لښتيو جوړول شامل دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ښاروال په وينا، يادې پروژې د ښاروالي له خپلې بوديجې يې لګښت ورکول کېږي چې د ۱۴۰۲کال په جريان کې پيل شوې وې او اوس بشپړې شوې.

نوموړي همداراز وويل چې د ۲۱ ميليونه افغانيو په لګښت یې د يوې بلې پروژې چارې هم پيل کړي چې له مخې به یې، درې کيلومترو په اوږدالي په اساسي ډول د لښتي جوړ شي چې ۲۱ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

په ورته وخت کې د خوست ښاريان هم د يادو پروژو په بشپړېدو خوښ دي. د خوست ښار يو اوسېدونکي رييس وويل، مخکې له دې د ښار ګڼ‌‌شمېر سړکونه خراب وو چې ښاريان يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د خوست ښاروالي د مسوولانو په وينا، روان کال د خوست ښاروالي د ۴۰۰ ميليونه افغانيو په لګښت په ښار کې د ۳۲ بېلابېلو رغنيزو پروژو د پلي‌کېدو پلان لري چې په بشپړېدو سره به يې د ښار بڼه بدله او ښاريانو ته به ګڼې اسانتياوې رامنځته شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام