د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د پوهنې ریاست اړوند څلور رغنیزې پروژې پرانېستل شوې.
د دغه ولایت پوهنې ریاست رییس مولوي عبدالرحمن حمیدي په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، دا پروژې د پوهنې وزارت، ولایت مقام او د پوهنې ریاست په ګډو هڅو ، (UNICEF) په مالي ملاتړ د شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت په مرکز پلعلم کې د شلوک او ملک شیراحمد کوچي او په برکي برک ولسوالۍ کې د مهمندو او شیخانو په ښوونځیو کې بشپړې شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه، د بشپړو شویو پروژو له لارې نوموړو څلورو ښوونځیو ته د احاطې دېوالونه، د اوبو ژورې څاه ګانې، د لمریزې برېښنا او اوبو منظم سیسټمونه، د لاس مینځلو ځانګړي ځایونه، کانکریټي کثافت دانۍ، عصري تشنابونه او د سپټیک څاه وې جوړې شوې دي .
د هغه وینا، يادو ښوونځيو له دې مخکې د احاطې دېوالونه، پاکې اوبه ، تشنابونه او د حفظ الصحې اړین ملحقات نه درلودل، چې د دغو رغنیزو پروژو په بشپړېدو سره شاوخوا ۳ زره زده کوونکو ته د څښاک پاکې اوبه او د حفظ الصحې اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
پلعلم کې یوه ښوونکي رحمتالله سلاموطندار ته وویل، خوښ ده چې د پوهنې وزارت له لوري د (UNICEF) له لوري څلورو ښوونځيو ته د اړتیا وړ ملحقات جوړ او پرانېستل شول.
نوموړي زیاته کړه، له دې وړاندې یادو ښوونځیو ښوونکي او زده کوونکي له پراخو ستونزو سره لاس او ګیروان وو.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم پوهنې وزارت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د پوهنې ریاست اړوند ۱۹ ښوونځيو او مدرسو ودانیو د ترمیم چارې پيل کړې.