د میدانوردګ او لوګر ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ټرافیکي پېښو له کبله څلور کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دي.
لومړۍ پېښه چې لوګر کې رامنځته شوې، د یاد ولایت امنيه قومنداني چارواکي وايي چې په دې ټرافیکي پېښه کې درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي دی.
د دغه ولايت امنيه قومنداني وياند مولوي احمدالله انس سلام وطندار ته وویل چې دغه پیښه د مرکز پلعلم ښار اړوند په خضر سیمه کې رامنځته شوې چې د يادې ټرافيکي پېښې له امله درې کسان مړه او یو بل ټپي دی.
هغه زياته کړه، د لومړنیو معلوماتو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې «ایکوَا» موټر د چلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله د سړک له غاړې اوښتی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
انس زياتوي ټپي کس د ولسي وګړی له لوري روغتون ته لېږدول شوي، خو روغتیايي حالت یی د اندېښنې وړ دی.
بلخوا د میدانوردګ د امنیه قومنداني ویاند محمدیوسف اسرار سلاموطندار ته ویلي، پېښه د دغه ولایت په سیداباد ولسوالي کې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د دشتټوپ په سیمه کې رامنځته شوې.
د اسرار په وینا، په دې ټکر کې چې د مازدا او سراچې د ډول موټرو ترمنځ شوی، یوې مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاتوي چې ټپیان د امنیتي ځواکونو په همکارۍ نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.