Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسراییلو بریدونو کې څلور فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی

08israel-gaza-saturday-timeline-bvhm-superJumbo

د غزې ښار په لوېدیځه سیمه کې پر یوه کور د اسراییلو د هوايي بریدونو پرمهال څلور فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

الجزیرې خبري شبکې نن سه‌شنبه، فبرورۍ ۱۰مه، راپور ورکړی چې دغه برید پر یوه هستوګنیز کور شوی دی.

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې د ۲۰۲۳کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې پر غزې د اسراییلو د بریدونو پیل راهیسې، تراوسه لږترلږه ۷۲,۰۳۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷۱,۶۶۱ نور کسان ټپیان شوي دي.

د وزارت په وینا، لاهم ګڼ‌شمېر قربانیان د ویجاړو ودانیو تر خاورو لاندې او یا پر سړکونو پراته دي، ځکه چې د امبولانس او ملکي دفاع ډلې د ناامنیو او دوامدارو بریدونو له امله ټولو سیمو ته لاسرسی نه‌لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په همدې حال کې، د تېرکال د اکتوبر له میاشتې راهیسې د اوربند تر هوکړې وروسته هم د اسراییلو په بریدونو کې۵۸۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱,۵۵۳ نور ټپیان شوي دي.

د روغتیا وزارت ټینګار کړی چې د روغتیايي مرکزونو پر امکاناتو سخت فشار دی او د درملو، طبي وسایلو او بشري مرستو کموالی د ټپیانو درملنه نوره هم ستونزمنه کړې ده.

چارواکي او بشري بنسټونه د بېړني اوربند د بشپړ تطبیق، د ملکي وګړو د خونديتوب او د مرستو د خوندي او دوامدار لاسرسي غوښتنه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام