Asset 1SWN

سلام وطندار

غزه کې څلور فلسطینیان وژل شوي

Palestinians run as a building hit by an Israeli air strike collapses, in Gaza City, September 5, 2025. REUTERS/Mahmoud Issa     TPX IMAGES OF THE DAY

د فلسطیني روغتیايي سرچینو په وینا، د اسراییلو په هوايي او توپچي بریدونو پرمهال په غزه کې څلور کسان وژل شوي چې په‌کې دوه ۱۷کلن ځوانان هم شامل دي.

دغه بریدونه په داسې حال کې شوي چې په غزه او لوېدیځه غاړه کې تاوتریخوالی دوام لري او اسراییل خپل پوځي عملیات پراخ کړي دي.

د روغتیايي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، په لومړي برید کې درې کسان وژل شوي چې په‌کې دوه ۱۷ کلن هلکان وو. خو د اسراییلو پوځ ویلي چې دوی د دغه برید په اړه سمدستي معلومات نه‌لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په جلا پېښه کې د غزې تړانګې په سوېل کې د خان یونس ښار لوېدیځ ته د پولیسو یوې پوستې ته نږدې پر اسراییلي ټانکونو د مرمۍ لګېدو له امله یو فلسطینی وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي. د اسراییلو پوځ تراوسه د دې برید په اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.

بل لور ته د اسراییلو پوځ ویلي چې په لوېدیځه غاړه کې یې دوه کسان وروسته له هغه ووژل چې د دوی په وینا، پر اسراییلي سرتېرو یې د موټر په وسیله د برید هڅه کړې وه. خو د دې ادعا لپاره یې تراوسه کوم شواهد نه‌دي وړاندې کړي.

په سیمه کې د جګړې له نږدې دوو اونیو وروسته، راپورونه ښيي چې شاوخوا دوه زره کسان وژل شوي چې ډېری یې په ایران کې دي او میلیونونه خلک له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام