د ملګروملتونو د بشري هستوګنې پروګرام وايي چې په افغانستان کې د هوا تودوخه هرکال د زیاتېدو په حال کې ده. دې ادارې نن سهشنبه د سلواغې ۲۸مه، په یوه پیغام کې ویلي چې ښارونه د اقلیمي ناورین په لومړۍ کرښه کې دي او تر ټولو ډېر اغېزمن دي.
د یاد پروګرام د معلوماتو له مخې، په کابل ښار کې له هرو پنځو کسانو څخه څلور یې، په غیررسمي مېشت ځایونو کې ژوند کوي.
دا ډول سیمې ډېری وخت د بنسټیزو خدمتونو لکه پاکو اوبو، فاضلاب، منظمې برښنا او معیاري سرپناه له کمښت سره مخ وي. همدارنګه، دغه ټولنې د سختو طبیعي پېښو لکه سېلابونو، ګرمۍ، وچکالۍ او توپانونو پر وړاندې ډېرې زیانمنونکې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ملګروملتونو د بشري هستوګنې پروګرام ټینګار کړی چې دا ګواښونه د بېړنیو ښاري اقداماتو اړتیا لاروښانه کوي. د دې تر څنګ، د اقلیم بدلون له امله د اوبو کمښت، روغتیايي ستونزې او اقتصادي فشارونه هم زیاتېږي.
دغه پروګرام مخکې هم ویلي وو چې د افغانستان ښارونه د چټک ښاريکېدو لپاره چمتو نه دي او که د ښاري پلان جوړونې، اقلیمي سمون او دوامدارو زیربناوو په برخه کې جدي ګامونه وانهخیستل شي، د ښارونو اوسېدونکي به له لاسترو ستونزو سره مخ شي.