د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولان وایي چې د دې ولایت د مرکز په ګډون دوو ولسوالیو کې څلور نوي مخابراتي سایټونه جوړېږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس مولوي مطيعالله عابد سلاموطندار ته وویل چې یاد سایټونه مرکز ته اړوند بابوس او پادخواب شانې او دغه ډول د برکيبرک ولسوالي اړوند پنده او د محمداغې ولسوالي اړوند شېخک سیمو کې جوړیږي چې له بشپړېدو وروسته به د سیمې زرګونه اوسېدونکي، مخابراتي او انټرنیټي خدماتو تر پوښښ لاندې راشي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
عابد زیاته کړه چې د دغو سایټونو د جوړولو د سروې چارې بشپړې شوي، چې نږدې ورځو کې به یې عملي کار چارې پیل شي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هلوځلو د نورو مخابراني شرکتونو په همکاري د څو نورو نویو مخابراني سایټونو جوړولو چارې پیل شوي دي.