د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، پر بېلابېلو سیمو د اسراییل وروستیو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۴ کسانو ژوند بایللی او ۱۰ نور ټپیان شوي.
نړیوالو رسنیو نن دوشنبه د حمل ۳ / مارچ ۲۳ راپور ورکړی چې اسراییلو تېره ورځ د غزې ځینې برخې بمبار کړې.
د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له اوربند وروسته، د اسراییلو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۶۸۰ فلسطینیان وژل شوي.
همدارنګه، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې پر غزې د اسراییلو د جګړې له پیل څخه تراوسه، له ۷۲ زرو څخه ډېرو فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.