Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د ۳۹ غلاوو په تور څلور کسان نیول شوي

20251206_103502

د لوګر امنیتي چارواکي وايي چې د محمداغې ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې څلور کسان د امنیتي ځواکونو له لوري د غلاوو په تور نیول شوي دي.

چارواکي وایي، یاد کسان په نږدې ۳۹ قضیو کې په غلا تورن دي چې د خلکو له کورونو، دوکانونو، جوماتونو او سړک پر غاړه ځای پر ځای شویو وسایطو څخه یې بېلابېل توکي وړې دي.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، نیول شویو کسانو د موبایل تلیفونونو، بایسکلونو، لاسي کراچیو، جوماتونو د برښنا بیټریو او له بېلابېلو کورونو څخه د قیمتي توکو په غلا اعتراف کړی دی.

د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونو د عملیاتو پرمهال د غلو له ډلي څخه لسګونه توکي چې ارزښت یې د خلکو په وینا د پام وړ دی، بېرته ترلاسه کړي او د ثبوت په توګه له هغوی سره ثبت کړل شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


انس زیاتوي چې له نیول شویو کسانو سره د لومړنیو څېړنو پروسه روانه ده او له بشپړو تحقیقاتو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې میاشتې په جریان کې د لوګر د پل‌علم ښار په پښتون‌اباد سیمه کې هم دوه کسان د یوې کورنۍ له غړیو د غلا ترڅنګ د یوې ښځې او یوې نجلۍ د وژنې په تور نیول شوي وو چې د خلکو ترمنځ یې پراخ غبرګون راپارولی وو.

د سیمې اوسېدونکي د امنیتي ځواکونو له اقدامه هرکلی کوي، خو وايي تمه لري چې د غلاوو او نورو جرمونو په مخنیوي کې لا ډېر اغېزمن پلانونه عملي شي، څو د خلکو مال او ځان خوندي پاتې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام