له ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د ډېرو کورنیو لپاره د کړاوونو د نوي پراو پیل بلل کېږي چې د دې بهیر له امله تر ټولو ډېرې ښځې زیانمنې شوي او فقر، ناروغیو، وزګارتیا او سختو رواني فشارونو سره مخ دي.
۳۰کلنه بلقیس سلاموطندار ته وایي، سره له دې چې په ایران کې یې د هستوګنې قانوني اسناد لرل، شاوخوا شپږ میاشتې مخکې په زوره افغانستان ته راستنه کړل شوې ده.
د هغې په وینا، د پخواني جمهوریت پرمهال ورکړل شوي کډوالۍ کارتونه د ایران حکومت له لوري لغوه اعلان شوي او له دې امله ګڼې کورنۍ له یاد هېواد ایستل شوي او لاهم دا لړۍ روانه ده.
هغه وویل: «موږ یې په ښار کې ونیولو. زما دوه لوڼې په کور کې وې، یوازې اجازه یې راکړه چې ماشومان او یو بکس کالي له ځانه سره یوسم. د لسو کلونو ټول وسایل مې په ایران کې پاتې شول. د لارې په اوږدو کې له ګواښونو او د پیسو له زور اخیستو سره هم مخ شوې یم. دامهال په کرایي کور کې ژوند کوم، خپله ناروغه یم او دوه ماشومان مې هم جدي روغتیايي ستونزې لري.»
د هغې خاوند د مجبوریت له امله بېرته په ناقانونه ډول ایران ته تللی، خو هلته هم د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه لري. کورنۍ یې وایي، له مرستندویه بنسټونو یې یوازې یو ځل محدود خوراکي مرسته ترلاسه کړې ده.
۶۰ کلنه ماه بیبي هم له هغو ښځو ده چې له ایران څخه په جبري توګه راستنه شوې ده. نوموړې وایي، د افغانستان د تېرو جګړو ټپونه یې لاهم پر بدن دي او تراوسه یې درملنه نهده شوې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ماه بي بي وايي: «په اقچه کې د راکټ ټوټې زما سر او لاسونه ژوبل کړل. تر ننه مې درملنه نه ده شوې او اوس هم له سختو دردونو سره ژوند کوم.»
ماهبیبي کلونه په ایران کې په کرنه کې کار کړی، خو اوس د سختې ناروغۍ، یخنۍ او د سونتوکو د نشتوالي له ستونزې سره مخ ده. «ژمی دی، کوټه مې سړه ده، د سون مواد نه لرم، لاس مې د یخنۍ له امله درد کوي او کار نه شم کولای.»
۴۱کلنه کامله، کونډه او د څلورو ماشومانو مور ده، وایي، له اوو کلونو کډوالۍ وروسته افغانستان ته راستنه شوې ده. هغه د خپلې زړې مور سره د خلکو په کورونو کې د کار له لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي.
هغه وویل: «ځینې ورځې کار پیدا کېږي، ځینې ورځې هېڅ نه وي. ماشومان مې هم کله ناکله تش لاس کور ته راګرځي.»
کامله وایي، که څه هم په ایران کې یې ماشومان له زدهکړو بېبرخې وو، خو لږترلږه د ژوند لومړنۍ اړتیاوې موجودې وې. اوس د کار نشتوالی د هغې تر ټولو لویه اندېښنه ده. «له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړم چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي، څو د خپلو ماشومانو ژوند پر مخ یوسو.»
د بلقیس، ماه بیبي او کاملې کیسې د هغو زرګونو افغان ښځو د ژوند استازیتوب کوي چې له ایران څخه تر جبري ایستلو وروسته له فقر، ناروغیو او بېبرخلیکۍ سره مخ دي. د بشري چارو شنونکي خبرداری ورکوي، که بېړنی او دوامدار ملاتړ ونه شي، د دغو کورنیو وضعیت به لاپسې خراب شي.