سره له دې چې د فاریاب ولایت د امربالمعروف او نهې عنالمنکر ریاست مسوولان چې د نافذو احکامو له مخې، د ماشومانو د اجباري او کمعمر کې د ودونو مخنیوی کوي، خو دغه راپور کې مرکه شوې ښځې وايي چې د واده حق په اړه د نه پوهاوي او ټولنیزو فشارونو له امله اړ شوي چې کمعمر کې جبري ودونو ته غاړه کېږدي.
د فاریاب د کوهستان ولسوالۍ ۲۵ کلنه اوسېدونکې کریمه چې په ۱۰ کلنۍ کې یې له مجبورۍ واده کړی او اوس د پنځو ماشومانو مور ده، وايي چې لومړی ځل اومېندواري یې له سختو دردونو او خطرونو سره مل و، ځکه بدن یې د مور کېدو لپاره چمتو نه وو.
هغې وویل، د مېړه له وفات وروسته اوس د ژوند او ماشومانو د روزنې ټول مسوولیت یوازې په غاړه لري.
«زما ژوند هېڅکله هم اسانه نه وو. هره ورځ هڅه کوم چې ماشومان مې وږي پاتې نهشي، خو خپله ستړې او ناروغه یم. له خپل ژوند څخه هېڅکله راضي نهیم، خو له دوام ورکولو پرته بله لار نهلرم. مېړه مې په ایران کې کارګر وو، کلونه مخکې د کار پر مهال له ودانۍ راولوېد او ومړ، نو زه اړ شوم چې د کور سرپرستي پخپله پر غاړه واخلم.»
د فاریاب د فردوسي ولسوالۍ ۱۳ کلنه عایشه له اجباري واده وروسته د مېړه د روږدي کېدو او تاوتریخوالي له امله، بېرته د خپل پلار کور ته ستنه شوې او اوس له خپلې کوچنۍ لور سره ژوند کوي.
هغه وايي: «مېړه مې تل جنجال کاوه، وهلم یې او اوس له مودې راهیسې یې هېڅ درک نهلګېږي او موږ نهپوهېږو چې چېرته دی او څه کوي. زه او لور مې یوازې پاتې یو. له خپل ژوند څخه راضي نهیم، خو فقر موږ دې حالت ته اړ کړو.»
د میمنې ښار ۱۷ کلنه اوسېدونکې عزیزه په ۱۴ کلنۍ کې واده ته اړ شوې وه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وايي: «کوچنی ورور مې د زېږون پر مهال د غاړې ماتېدو له ستونزې سره مخ شو او د سر د نیولو توان یې نه درلود. کورنۍ مو د درملنې وس نهدرلوده او زما واده د هغوی په اند یوازینی انتخاب و چې کولی یې شي د کورنۍ اقتصادي وضعیت ښه کړي.»
ارواپوهه او د ښځو د آنلاین پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي مشره عادله زماني د دغو نجونو وضعیت اندېښمنوونکی بولي او وايي:
«ژر واده کېدل د نجونو جسمي او رواني روغتیا ته ګواښ پېښوي. هغه نجلۍ چې لا بشپړې ودې ته نهوي رسېدلې، د ګډ ژوند د مدیریت توان نهلري او دا موضوع کولی شي د هغې راتلونکی له جدي ستونزو سره مخ کړي. کمعمر کې د نجونو ودول په ژوند کې اضطراب، فشار او د تطابق ستونزې رامنځته کوي.»
د ښځو د حقونو فعاله مژده عزیزي کم عمر کې د نجونو د ودولو لاملونو په اړه وايي: «فقر، اقتصادي ستونزې او ټولنیز فشار کورنۍ اړ کوي چې خپلې لوڼې په کم عمر کې واده کړي. دا کار نه یوازې د نجونو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د هغوی جسمي او رواني روغتیا هم له جدي خطر سره مخ کوي.»
دیني عالم عبدالحمید هم په دې اړه وايي: «د نجلۍ له رضایت پرته په اسلام کې د نجلۍ واده جایز نه دی. هېڅوک، ان مور او پلار، دا حق نهلري چې یوه نجلۍ له بلوغ وړاندې یا د هغې له موافقې پرته واده ته اړ کړي. اجباري واده نه یوازې شرعاً باطل دی، بلکې د نجلۍ جسمي، رواني او ټولنیز ژوند ته هم زیان رسوي.»
د فاریاب ولایت د امربالمعروف او نهې عنالمنکر ریاست مسوول په دې اړه وايي: «که نجلۍ کم عمر کې او په جبري ډول واده شي، ان که کورنۍ هم راضي وي، موږ یې مخه نیسو. د نجلۍ د رضایت په نه شتون کې نکاح باطله اعلانېږي. د خلکو شکایتونه په چټکۍ سره څېړل کېږي او عاملین عدلي او قضايي مراجعو ته ورپېژندل کېږي.»
ورته مهال، د نړیوالو سازمانونو راپورونو کې افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې ګڼل شوی چې د کمعمر کې د نجونو ودولو لوړه کچه پهکې ثبت شوې.
د مالوماتو له مخې، ۲۹ سلنه نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کېږي او په ځینو ولایتونو کې دا کچه تر ۵۰ سلنې پورې رسېږي، هغه موضوع چې کمعمر کې واده کول یې په افغانستان کې په یوه جدي بشري بحران بدل کړی دی.