Asset 1SWN

د پکتیا روحاني بابا کې په لومړي ځل مشاعره جوړه شوه

18bb13ea-b75d-4d2c-9a69-a725901c4cbf

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په روحاني بابا ولسوالي کې د لومړي ځل لپاره مشاعره جوړه شوه.

دغه مشاعره چې د یادې ولسوالي په شاهي کوټ دره کې جوړه شوه، په‌کې ځايي چارواکو، شاعرانو او عامو خلکو ګډون کړی وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په یاده مشاعره کې د ارشاد، حج او اوقاف وزرات مرستيال مولوي عزیزالرحمن منصور وويل چې د شاهي کوټ له درې څخه نه يوازې په روسي ځواکونو بريدونه شوي، پر امریکايي ځواکونو هم دې دره کې مخامخ جګړه شوې.

د نوموړي په وینا، له دې امله چې دې دره کې د امريکايي ځواکونو پر وړاندې لومړۍ مخامخ جګړه شوې، بايد د يو تاريخي ځای په توګه ثبت شي.

نوموړي وويل: «په ۱۳۸۰ هجري کال کله چې امريکا په مشرۍ ۵۲ هېوادونو زموږ په ګران هېواد يرغل وکړ، پر وړاندې يې، لومړی پيل او مخامخ جګړه له شاهي کوټ درې کې وشوه.

په ياده مشاعره کې يوشمېر شاعرانو له لوري شاهي کوټ سيمې ته ليکل شوي شعرونه ولوستل او ځینو ترانه ویونکو خپلې حماسي او وطني ترانې زمزمه کړې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ځينې شاعرانو وويل چې دا ډول ادبي مشاعرې نه يوزې دا چې د ځوانانو ادبي ذوق خړوبوي، بلکې د ځوانانو ترمنځ د يووالي لامل هم کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام