Asset 1SWN

د پکتيکا مرکزي زندان کې په لومړي ځل د حرفوي زده‌کړو مرکز پرانيستل شو

29fe160f-06b7-455d-b8d4-b1a65f4d4923

د پکتيکا د مرکزي زندان مسوولان وايي چې په لومړي ځل د زندانيانو لپاره د حرفوي زده‌کړو مرکز پرانېستل شوی دی.

د پکتيکا د زندان امر ملا حکمت‌الله خطاب وايي، له دې وړاندې زندانيانو ته د عصري او ديني زده‌کړو زمينه برابره شوې وه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، دا مهال په زندان کې د تخنيکي زده‌کړو امريت په مرسته په لومړي ځل د حرفوي زده‌کړو مرکز په زندان کې پرانيست چې د موټرسايکل جوړولو برخه کې زده‌کړې ورکړل کېږي.

د پکتيکا د مسلکي او تخنيکي زده‌کړو د ادارې امر حضرتګل محمدي بيا وايي، په نږدې راتلونکو ورځو کې به زندانيانو ته د فلزکاري، سولر برښنا او ځينو نورو برخو کې هم حرفوي زده‌کړې پيل کړي.

په ورته وخت کې يوشمېر زندانيان هم د حرفوي زده‌کړو د مرکز په پرانيسته خوښي څرګندوي. یوه زنداني علي احمد سلام‌وطندار ته وويل چې تر دې وړاندې په زندان کې د ديني او عصري زده‌کړو زمينه برابره وه، خو ډېری زندانيانو يادې زده‌کړې نشوې کولای.

هغه وویل: «دلته د عصري او ديني زده کړو زمينه برابره وه ځينې زندانيانو زده کړې کولې خو اوس دا چې کار را باندې زده کوي ډېره ښه ده ځکه چې که موږ خلاص شو بيا به يو کار کوو او له جرمونو به راوګرځو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د مسوولانو په وينا، د حرفوي زده‌کړو په ترلاسه‌کېدو سره به ياد کسان زندان څخه تر خلاصيدو وروسته خپله کاروبار کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام