د لوګر اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري بېګاه شپه په مرکز پلعلم کې د لومړي ځل لپاره د ناوړه دودنو مخنیوي په پار مشاعره جوړه شوه.
په مشاعره کې د لوګر سیمهییزو چارواکو په ګډون د دغه ولایت شاعرانو، لېکوالانو او د شعر مینوالو ګډون کړی وو.
جوړې شوې مشاعرې ته د لوګر اطلاعاتو او کلتور ریاست ریيس رفیعالله صمیم وویل، شاعران او لېکوالان کولای شي چې د خپلو شعرونو او لېکنو له لارې په ټولنه کې د ناوړه دودنو، فساد، توپیري چلند، قوم پرستي او همدارنګه ولسونو منځ کې د نفاق لهمنځه وړو برخو کې مبارزه وکړي.
نوموړي همدارنګه لوګر کې فرهنګي وضعیت ښه وباله او زیاته یې کړه چې په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله د شاعرانو، لېکوالانو او فرهنګیانو فعالیتونه د مرکز پل علم سربېره لرو پرتو ولسوالیو ته غځول شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا جوړې شوې مشاعره کې چې بېګاه تر نېمې شپې یې دوام وکړ، شاعرانو، لېکوالانو، ترنم ویوونکو او ادب مینوالو په خپلو شعرونو، لېکونو او مقالو کې په ټولنه کې د ناوړه دودنو غندنه وکړه او ټینګار وکړ چې حکومت او ولس باید په دې برخه کې په ګډه مبارزه وکړي.
یوشمېر نورو شاعرانو او لېکوالانو له شته نظام څخه د ملاتړ په پار شعرونه او لېکنې ولوستې، خو په اسلامي امارت یې غږ وکړ چې د ولس ستونزو او غوښتونو ته دې رسېده ګي وکړي.
هېره دې نه وي چې تېره میاشت هم د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د «شاعرانو ملاتړ» په نوم ورته شپنۍ مشاعره جوړه شوې وه.