Asset 1SWN

سلام وطندار

روسیې په لومړي ځل اوکراین پر اوږدواټن وېشتونکي توغندي ویشتلی

R

د اوکراین هوايي پوځ وايي چې روسیې د لومړي ځل لپاره اوکراین د لویو وچو ترمنځ د واټن وهونکي بالېستیک توغندي باندې وېشتلی دی.

پوځ په وینا، دا لومړی ځل دی چې روسیه په روانه جګړه کې له ورته توغندي استفاده کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

روسیه وروسته له هغې دغه بالېستیک توغندی کاروي چې اوکراین پر یاد هېواد د امریکا او انګلستان توغندي وتوغول؛ هغه څه چې مسکو یې په اړه لا له وړاندې خبرداری ورکړی دی.

د وېشتل شوي توغندي له امله د اوښتو زیانونو په تړاو څه نه‌دي ویل شوي. دغه توغندی د اټمي او جګړه کې د دودیزو وسلو د لېږد وړتیا لري چې زرګونه کیلومتره واټن وهلی شي.

په ورته مهال د اوکراین هوايي ځواک همداراز ویلي چې د برید پرمهال یې، د روسیې شپږkh کروز مزایل هم شنډ کړي دي.

امریکا دوه ورځې وړاندې اوکراین ته اجازه ورکړه، څو د دوی له توغندیو په جګړه کې کار واخلي او اوکراین هم پر یادو توغندیو روسیې وېشتلې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له امریکا وروسته انګلستان هم ورته اقدام کړی او اوکرایني ځواکونه دا مهال د لوېدیځو له وسلو د روسیې پروړاندې کار اخلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام