Asset 1SWN

سلام وطندار

 د میدان‌وردګ په بهسودو ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

583af4ff-d656-4505-b5aa-5b39e63cc4a5 (1)

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت مسوول ذبیح‌الله وهاج سلام‌وطندار ته وویل چې د بهسودو ولسوالي د ورزشي کمېټې په همکارۍ د فوټبال لس غوره لوبډلو ترمنځ پیل شوې سیالي چې دوه اوونۍ وړاندې یې پيل شوی وې، نن د نسل ظهور لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د یادو سیالیو پای‌لوبې ته د نسل ظهور او ذوالفقار لوبډلو لاره موندلې وه چې په پای کې نسل ظهور لوبډلې د ۳ – ۱ ګولونو په توپیر بریا خپله کړه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


وهاج زیاته کړه، چې د دغو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول، د ځوانانو د استعدادونو رامنځته کول او د لوبغاړو ترمنځ د مینې او همغږۍ پیاوړتیا ده.

په وروستیو شېبو کې د ورزش امریت له لوري غوره لوبغاړو ته کپونه، ستاینلیکونه، مډالونه او توپونه ورکړل شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام