پکتیکا کې راستنو شویو، داخلي بېځايه شويو او بېوزله ۱۰۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وېشل شوې
د یاد ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولان وايي چې د یوې خیریه موسسې په تخنيکي همکارۍ د سعودي د وليعهد ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري دغه مرسته، په راستانه شویو، داخلي بېځایه شویو او اړمنو وېشل شوې ده.
د يادې مرستې د وېش پرمهال د پکتيکا د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي حمدالله فاتح وویل چې د دې مرستو ارزښت دری میلیونه افغانیو ته رسېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مرسته ترلاسه کوونکي هم د خوراکي توکو مرستې په ترلاسه کېدو خوښي څرګندوي او له نورو مرستندويه بنسټونو غواړي چې د روژې مبارکې مياشتې په رارسيدو دې د بېوزله کورنيو لاسنيوی وکړي.
له دې وړاندې هم دغه ولایت کې پر یوشمېر بېوزله کورنیو د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وېشل وې.