Asset 1SWN

سلام وطندار

فوکونګ: افغانستان امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه شوی

4f76311a-6345-4cb4-9e8a-2faac1b84789

د ملګروملتونو امنیت شورا کې د چین استازي فو کونګ ویلي، افغانستان کې امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه شوی او سیمه‌ییزې همکارۍ پراخې شوي، خو بشري، پراختیایي او د ښځو حقونو مسایل نا حل پاتې دي.

که څه هم فو کونګ د ټولو افغانانو د حقونو د خوندیتوب لپاره پر هڅو ټینګار کړی، خو زیاته کړې یې ده چې افغانستان کې د اوسني وضعیت یوازینی لامل د ښځو د حقونو موضوع نه‌ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه دغه برخه کې د نړیوالې ټولنې رول مهم بللی دی.

د چین استازي زیاته کړې چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان پرمختګ لپاره په مالي، تخنیکي او وړتیا لوړولو په برخو کې له دغه هېواد ملاتړ زیات کړي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان بانکي سېسټم د بندیزونو له امله له نړیوال مالي سېسټم څخه په انزوا کې پاتې چې د دغه هېواد د پرمختګ مخه یې نیولې.

بل‌خوا د امنیت شورا په بیانیه کې د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتل شوي چې پر هغو فرمانونو بیاکتنه وکړي چې ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو محروموي.

همدارنګه ټینګار شوی چې د امنیت شورا غړي هېوادونه او افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یوناما باید له اسلامي امارت او افغانانو سره په تعامل کې د یوې همغږې کړنلارې د ترویج لپاره همکاري وکړي.

د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډې ته د یوناما مشرې د افغانستان وضعیت په تړاو ویلي، روان کال یې افغانانو سره ۱۵.۳ میلیون ډالره مرسته کړې.

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د امنیت شورا غونډې په غبرګون کې سلام‌وطندار ته ویلي، د سرپرست حکومت د استازي له حضور پرته، د دغه ډول غونډو پرېکړې به عقده‌يي او له واقعیته لرې وي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ملګروملتونو امنیت شورا بېګاه شپه د افغانستان وضعیت ارزونې په موخه ناسته جوړه کړې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام