په کندهار، هلمند او زابل کې چارواکي وايي چې یاد ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، لږترلږه ۱۱ کسانو ته مرګژوبله اوښتې او تر ۲۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.
د کندهار د دولسمې ناحیې اوسېدونکی ۲۲ کلن عبدالله چې تازه له کډوالۍ راستون شوی، وايي: «نن سهار سېلابي اوبو زموږ د کور کوټې زیانمنې کړې او د ګاونډیانو کورونه هم ویجاړ شوي دي. موږ هېڅ امکانات نه لرو تازه له کډوالۍ راستانه سوي یوو ، سیلابي اوبو هرڅه له منځه یوړل موږ اوس مهال بېړنیو مرستو ته اړتیا لرو.»
په ورته مهال یو بل سېلابځپلی لعل محمد سلاموطندار ته وویل: «سېلاب زموږ هر څه له منځه یوړل، کورونه مو ویجاړ شول او اوس د سرپناه او خوراکي توکو ته جدي اړتیا لرو.»
چارواکي وايي، د وروستیو اورښتونو له امله په کندهار کې دوه کسان مړه شوي، ۱۷۷ کورونه ویجاړ او شاوخوا ۹۰ نورې کورنۍ چې په خېمو کې ژوند کوي، هم زیانمنې شوې دي.
د کندهار د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست ویاند نجیب الله رحماني وايي: «موږ زیانمنو سیمو ته د مرستو رسولو هڅې پیل کړې دي او د سروې ټیمونه هم کار کوي تر څو زیانمنو کورنیو ته او سیلاب ځپلو ته مرستي ورسوي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په هلمند کې هم وضعیت اندېښمنوونکی بلل شوی. د سنګین ولسوالي کې د کور د چت لوېدو له امله درې کسان مړه او شپږ نور ژوبل شوي دي.
سربېره پر دې، کرنیزې ځمکې او هستوګنیز کورونه ویجاړ شوي دي. همدارنګه د واشېر ولسوالي یو تازه جوړ شوی بند چې څه باندې ۱۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی و، د سېلاب له امله تخریب شوی دی.
د هلمند اوسېدونکي عبدالواسیع او حضرت عمر وايي: «موږ خپل حاصلات له لاسه ورکړي، حکومت او مرستندویه ادارې باید ژر تر ژره زموږ لاسنیوی وکړي زموږ هرڅه همدا ځمکي وې. «کرنیزي ځمکي مو ډېري اوبو لاندي کړې ، که نوري هم زیاتي سي پاته ځمکي هم هم وړي.»
د زابل مرکز کلات کې هم د شدیدو اورښتونو له امله درې کورونه زیانمن شوي دي. ځايي مسوولان وايي، که څه هم زیانونه محدود دي، خو د مرستو رسولو لپاره سروې ټیمونه سیمې ته استول شوي دي.
که څه هم مسوولین د مرستو د رسولو ډاډ ورکوي، خو سېلاب ځپلي خلک وايي چې لا هم بېړنیو مرستو ته سترګې په لار دي. دوی خبرداری ورکوي که ژر اقدام ونه سي، د زیانمنو کورنیو بشري وضعیت به لا پسې خراب شي.