Asset 1SWN

سلام وطندار

لسو ولایتونو کې سېلابونه؛ پنځه کسان مړه او اته ټپیان دي

لوګر-سېلابونه

له طبیعي پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې مسوولان وايي، د هېواد په لسو ولایتونو کې د وروستیو بارانونو او راوتلیو سېلابونو له امله پنځه کسان مړه شوي او اته نور ټپیان دي.

د دغې ادارې ویاند محمدیوسف حماد سلام‌وطندار ته وویل چې دغو سېلابونو د ځاني زیانونو ترڅنګ، درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

نوموړي وویل: «په تېرو څو ورځو کې، د کابل، پروان، لوګر، میدان‌وردګ، خوست، پکتیا، پکتیکا، زابل، ننګرهار او لغمان په ځینو برخو کې سېلابونه راغلي چې په پایله کې یې پنځه کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي. یو کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی او ۱۶۲ نور کورونه په جزوي ډول زیانمن شوي دي، د کورونو سربېره، ۱۱ جوماتونه، ۱۷۱ څاګانې، کاریزونه او د اوبو سرچینې، ۲۷ د اوبو رسولو شبکې، بندونه او کانالونه، ۲۷ پلچکونه او ۴۱ کیلومتره قیر سړکونه هم ویجاړ شوي دي.»

نوموړی زیاتوي چې د دغو سېلابونو له امله ۱۰۰ څاروي له‌منځه تللي او نږدې دوه زره جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه ویجاړ شوي دي.

ورته وخت کې یوشمېر سېلاب‌ځپلي له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو د خپلو کورونو، کرنیزو ځمکو او نورو ویجاړ شویو سیمو د بیارغونې لپاره د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي.

د پکتیا اوسېدونکی نجیب وايي: «زموږ درې نیم یا څلور جریبه ځمکه وه؛ په ځینو سیمو کې لوبیا، په نورو کې سویابین او په نورو کې شولې کرل شوې وې. ټول له‌منځه تللي. نه یوازې یې کروندې ویجاړې کړې، بلکې پټیو ته یې هم زیان ورساوه او له تیږو او جغل یې، ډک کړل. موږ د دې ځمکو د پاکولو او بیارغونې لپاره د حکومت او مرستندویه سازمانونو همکارۍ ته اړتیا لرو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د خوست اوسېدونکی یعقوب سلام‌وطندار ته وايي: «پرون، درنو بارانونو له امله سېلابونه راووتل؛ اوبو زموږ ځمکې او فصلونه په بشپړه توګه ویجاړ کړل؛ موږ له حکومت او ادارو څخه غواړو چې په دې برخه کې له موږ سره بشپړه همکاري وکړي.»

په همدې حال کې د میدان‌وردګ په نرخ ولسوالي کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمن شوی شکرالله وايي چې زیانمنو ته ورکړل شوې مرستې بسنه نه‌کوي.

هغه وویل: «د میدان‌وردګ په څو ولسوالیو کې سېلابونو خلکو ته مالي او انساني زیانونه واړول او ځینې چې مرستې ته اړتیا درلوده مرسته ورسره نه‌ده شوې او لاهم مرستې ته اړتیا لري؛ د دوی ځینې ځمکې زیانمنې شوې، فصلونه یې ویجاړ شول او د دوی ځینې کورني توکي د سېلاب له امله له‌منځه لاړل. دوی همکارۍ ته سخته اړتیا لري.»

خو طبیعي پیښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد ژمنه کوي چې د سروې له بشپړیدو وروسته به د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ د سیلاب‌ځپلو وضعیت ته رسیدګي وکړي.

نوموړي وویل: «موږ د اغېزمنو خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره خپله ټوله هڅه کوو، څو د دوی ژوند بېرته خپل پخواني حالت ته راستون شي؛ په ورته وخت کې دا اداره د شته سرچینو څخه کار اخلي او ژمنه کوي چې د اغېزمنو خلکو سره د مرستې لپاره د مرستندویه سازمانونو سره همکاري وکړي؛ موږ پلان لرو چې د سروې له بشپړولو وروسته اغېزمنو خلکو ته اړینې مرستې چمتو کړو.»

په وروستیو کلونو کې افغانستان په وار وار د سختو سېلابونو شاهد و چې د ځاني تلفاتو ترڅنګ یې کورونو، کرنیزو ځمکو او زیربناوو ته پراخ مالي زیانونه اړولي او زرګونه خلک یې له خپلو مېنو بې‌ځایه کړي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د چاپیریال ساتنې پروګرام یوه سروې کې ویلي وو چې افغانستان د هغو ۱۲ هېوادونو له ډلې دی چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې تړ ټولو ډېر زیانمن دی؛ خو دغو پیښو سره د مقابلې لپاره کافي وړتیا نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام