Asset 1SWN

پاکستان کې سېلابونه؛ د مړو شمېر له ۳۰۰ کسانو واوښت

news-p.v1.20250817.0d89ed2709c44590b3af98e9ca55ff48_P1

د سيمه ييزو چارواکو په وينا، دغه ناورین د خيبرپښتونخوا په غرنیو او لرې پرتو سيمو کې د دوو ورځو د سختو بارانونو، ناڅاپي سېلابونواو د ځمکې ښوېدنو له امله رامنځته شوی دی.

چارواکي دا پېښه د روان کال د موسمي بارانونو تر ټولو مرګونې پېښه بولي او زياتوي چې د مرګ‌ژوبلې شمېر لاهم د زياتېدو په حال کې دی.

د ژغورنې ډلې د مړو د راايستلو او د ژوندي پاتې کسانو د ژغورلو هڅې کوي، خو د غرنیو سيمو ستونزمنو لارو د مرستو بهير له خنډونو سره مخ کړی دی.

تر شنبې ورځې پورې د خيبرپښتونخوا د پېښو د مديريت ولایتي ادارې (PDMA) په وينا، د بارانونو او سېلابونو له امله د مړو شمېر ۳۰۷ ته رسېدلی او ګڼ کسان لاهم لادرکه دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


چارواکي وايي، د لادرکه کسانو د موندلو او د اغېزمنو سيمو د خلکو د ژغورنې هڅې روانې دي، خو د غرنیو لارو بندېدو او ځمکې ښوېدنو د مرستو بهير له ستونزو سره مخ کړی دی.

په ورته وخت کې د ګاونډي هېوادونو هندوستان او نېپال برخې هم د تېرو ورځو د بارانونو او سېلابونو له امله سختې ځپل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام