د لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله دغه ولایت کې شاوخوا ۳۵۰ جریبه کرنیز فصلونه سېلابونو لهمنځه وړي دي.
د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد سلاموطندار ته وویل، د تېرې ورځې راهیسې د لوګر په ازرې ولسوالي د سختو اورښتونو وروسته سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
شاهد زیاته کړه، د راوتلو سېلابونو له امله چاته د سر زیان نهدی اوښتی، خو د کروندګرو شاوخوا ۳۵۰ جریبه کرنیز فصلونه یې لهمنځه وړي دي.
نوموړی زیاتوي چې د راوتلو سېلابونو له امله د کروندګرو ډېری د پيازو، کچالو، غنمو او رومیانو کروندې لهمنځه تللي دي.
بلخوا د لوګر د ازرې ولسوالي یوه کروندګر جنتخان سلاموطندار ته وویل، د وروستیو اروښتونو او سېلابونو له امله دغه ولسوالي کې ډېری کرنیز فصلونه، بڼونه، لوې لارې، د اوبو کاریزونه او کانالونه تخریب شوي دي.
نوموړی د لوګر له ولایتي ادارې او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوي چې ازرې ولسوالي سېلابځپلیو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.