د لوګر ازرې ولسوالي کې د تېرې ورځې او شپې ورښتونو او سېلابونو خلکو ته د سر او مال دروند زیان اوړلی.
د ازرې ولسوالي یو شمېء اوسېدونکي وایي، د دغې ولسوالي په «برې چوترې» سیمه کې د سختو سېلابونو له امله یو کس مړ شوی او «اکبرخېلو» سیمه کې دوه کم عمره ځوانان د سېلابونو له امله ټپيان شوي دي.
هغه وویل، دوه کسان د ولسي وګړو په مرسته له سېلابونو ژغورل شوي.
اخوا د لوګر د والي ویاند صدیق احمد صدیقي سلاموطندار ته ومنله چې د تېرې ورځې او شپې سختو اوروښتونو له امله په ازرې ولسوالي کې خلکو ته درانه زیانونه اوښتي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
صدیقي وویل، د ازرې ولسوالۍ د وروستیو زیانونو په اړه کره ارقام نهلري او هڅه کوي چې د ازرې ولسوالۍ سېلاب ځپلیو کورنیو سره بېړنې مرسته وکړي.
همدارنګه د لوګر د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسؤل عبدالبصیر شاهد سلاموطندار ته وویل، په ازرې ولسوالي کې د وروستیو سېلابونو له امله کرنه سخته زیانمنه شوې او په یاده ولسوالي کې د زیانمنو شویو کورنیو سروې پيل شوې.
د یادونې ده چې تېره د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د لوګر په ګډون د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو وړاندوینه کړې وه.