د اندونیزیا په شمالي سولاویسي ولایت کې د سختو ورښتونو او د ناڅاپي سېلابونو راوتلو له امله لږترلږه ۱۴ کسان مړه شوي دي.
د سیمهییزو ژغورنې ادارې چارواکو ویلي چې د ورکو شویو کسانو د موندلو هڅې لاهم روانې دي.
د ځایي ژغورنې ادارې ویاند نوریاډین ګوملېنګ ویلي، درنو بارانونو د سیاو ټاپو سیمه کې ناڅاپي سېلابونه راوتلي چې خلک یې له ځان سره وړي دي.
د چارواکو په وینا، تر اوسه څلور کسان ورک دي او د هغوی د موندلو لپاره ژغورونکي ګومارل شوي دي. د چارواکو په وینا، لږترلږه ۱۸ کسان ټپیان شوي هم دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
چارواکي وایي چې د سېلابونو له امله سړکونه د ډبرو، خټو او کثافاتو له امله بند شوي دي. د اندونیزیا د طبیعي پېښو د مخنیوي ادارې اعلان کړی چې ۴۴۴ کسان خوندي ځایونو ته، لکه ښوونځیو او کلیساوو ته، لېږدول شوي دي.
د شمالي سولاویسي والي یولیوس سېلوانوس ویلي چې سېلابونو سلګونه کورونه او دولتي ودانۍ ویجاړې کړي او د سړکونو د پاکولو لپاره درنې ماشینرۍ کارول کېږي.
ورښتونه تېره ورځ سهار شوي چې په پایله کې یې، پراخ سېلابونه راوتلي دي.