Asset 1SWN

سلام وطندار

خیبرپښتونخوا کې سېلابونو ۴۹۳ کیلومتره سړکونه ویجاړ کړي

413241_9427877_updates

خیبرپښتونخوا کې وروستیو سېلابونو ۴۹۳ کیلومتره سړکونه او ۳۲ پلونه ویجاړ کړي چې د بیارغونې لپاره یې څه باندې ۹ میلیارد پاکستاني کالدارو ته اړتیا ده.

پاکستاني رسنیو نن (شنبه، سنبله لومړۍ) راپور ورکړی چې د روانې اګست میاشتې له ۱۵مې تر ۲۲مې خیبرپښتونخوا کې د سېلابونو له امله ۳۳۶ ځایونو کې ۴۹۳ کیلومتره سړکونه زیانمن شوي چې له دې جملې څخه ۵۷ سړکونه لاهم تړلي دي.

د راپور له مخې، د سړکونو د بیارغونې لګښت ۹.۴۵ میلیارد پاکستاني کالدارۍ اټکل شوی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تر ټولو ډېر ۴۳ کیلومتره سړکونه په سوات سیمه کې ویجاړ شوي او د اټکل له مخې به پرې ۴۵۰ میلیون کالدارې لګښت راشي.

د دې ترڅنګ، خیبرپښتونخوا ایالت کې د سېلابونو له امله ۳۲ پلونو ته هم زیان اوښتی دی.

د یادونې ده چې پاکستان کې په ځانګړې توګه خیبرپښتونخوا ایالت کې دې وروستیو سېلابونو سلګونه ملکي وګړو ته مرګژوبله هم اړولې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام