فراه کې وروستیو سېلابونو تر ۲۰۰ ډېر د اوسېدو کورونه په بشپړ ډول نړولي.
د فراه د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې رییس محمد اسراییل سیار وایي، د دې ولایت په مرکز او د فراهرود، بکواه، ګلستان، بالابلوک، خاکسفید او پشترود ولسوالیو کې د سېلابونو د راوتلو له امله، ۱۰ کسان ټپیان شوي او پراخ مالي زیانونه هم اوښتي.
هغه وویل، د دغو سېلابونو په پایله کې ۲۴۲ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي، ۲ زره او ۵۰۳ کورونه، دوکانونه، جوماتونه او دیني مدرسې په جزوي ډول زیانمنې شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همداراز، یو زره او ۷۶ ویالې، ۲۶۶ کیلومتره د کلیوالو سړکونه، ۸ پلچکونه، یو زره او ۳۰۴ غواوې او نور څاروي، ۱۴ زره او ۳۶ جریبه کرنیزه ځمکه، ۳۹۳ ونې، څلور زره چرګان او یو زره او ۱۴۵ د لمریزې برښنا سولري تختې له منځه تللي.
سیار څرګندوي چې د سېلابونو او توپانونو له امله زیانمنو شوو ۳۸۲ کورنیو ته نغدي مرستې، خوراکي او غیرخوراکي توکي وېشل شوي.
د هغه په وینا، په ټولیز ډول فراه کې د دغو سېلابونو او توپانونو له کبله ۳ زره او ۱۸۶ کورنۍ زیانمنې شوې دي.