Asset 1SWN

سېلاب‌ځپلې کورنۍ: شپه او ورځ له سرپناه پرته په لوږه تېروو

https___cdn.cnn.com_cnnnext_dam_assets_200827092425-01-afghanistan-floods-0826

د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د ورستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ، وايي چې شپه او ورځ له سرپناه پرته په لوږه تېروي.

د نږدې تېرې یوې میاشتې پرمهال د هېواد په شمال، شمال‌ختیځ او لوېدیځ ولایتونو کې پراخ سېلابونه راووتل چې ګڼ‌شمېر کورنۍ یې د غم پر ټغر کېښنولې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

زیانمنې شوې کورنۍ، وايي، لوږه، پاکو اوبو ته نه‌لاسرسی او د سرپناه نشتون له امله یې ماشومان ناروغان شوې دي.

د غور مرکز فیروزکوه ښار اوسېدونکی یارمحمد سلام‌وطندار ته وايي چې سېلابونو هر څه ورڅخه اخیستي دي. «نه اوبه لرو او نه ډوډۍ! سېلاب هر څه راڅخه واخیستل، اوس سخت وضعیت کې یوو، موږ د ورځې لمر او د شپې یخې هوا ته پراته یوو. یو دوه ځله یې څارنه وکړه، نور څه نشته. ماشومان مې د لوږې او دوړو له امله ناروغان شوي دي.»

د بدخشان اوسېدونکی احمدجاوېد بیا وايي چې دغه ولایت کې د سېلابونو له امله خلک بد وضعیت کې دي او د شپې ډوډۍ نه‌لري. «ډېر خلک حتا ډوډۍ نه‌لري، ناوړه وضعیت کې دي. خوړو ته اړتیا لري، که پلار بې‌وزله وي، ماشومانو اړتیا به څنګه پوره کړي. ټول اندېښمن دي او څه نشته.»

بل‌خوا د روغتیا، خوړو  پروګرامونه او یونېسف نړیوالو سازمانونو په جلا جلا راپورونو کې ویلي چې د هېواد په شمال، شمال‌ختیځ او لوېدیځ کې د سېلابونو له امله زیانمنې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، د هېواد د وروستیو سېلابونو پرمهال څه باندې ۵زره کورنۍ بې‌ځایه شوي او ۷۸۰۰ کورونه ویجاړ شوې دي.

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې «یونېسف» د راپور په یوه برخه کې راغلي: «افغانستان کې لسګونه زره ماشومان د سېلابونو اغېزو لاندې دي، د هېواد په شمال، بغلان او بدخشان، لوېدیځ غور کې، یونېسف او نور مرستندویه بنسټونه دې د اغېزو کمښت په تړاو بېړنی اقدام وکړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د خوړو نړیوال پروګرام هم افغانستان کې سېلاب‌ځپلیو ته د مرستو لپاره ۱۴میلیونه ډالرو غوښتنه کړې. هېواد کې د وروستیو سېلابونو ډېر زیان بغلان، غور، فاریاب او بدخشان کې خلکو ته اوښتې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام