د بغلان د بېلابېلو سیمو سېلابځپلې کورنۍ وايي چې تراوسه ورسره هېڅ راز مرستې نهدي شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د یاد ولایت د کرکر سیمې قومي مشر حسامالدین سلاموطندار ته وايي، د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو له امله د دې سیمې اوسېدونکو خپل ټول شته له لاسه ورکړي او یوازې په همدې سیمه کې نږدې ۱۵۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وينا، د دغو زیانمنو شویو کورنيو ښځې او ماشومان په سړه هوا کې شپې او ورځې تېروي او تراوسه یې د سرپناه او نورو مرستو رسولو لپاره اقدام نهدی شوی.
نوموړي وویل: «۱۵۰ کورنۍ زیانمنې شوي چې کورونو کې هېڅ هم نهلري او نهورته پاتې دي. کورونه یې له خټو او اوبو ډک دي او د اوسېدو جوګه نهدي.»
بدخشان، تخار او غور ولایتونو کې هم د وروستیو سېلابونو له امله یوشمېر زیانمنې شوې کورنۍ سلاموطندار ته وايي چې د سرپرست حکومت له لوري ورسره هېڅ ډول مرسته نهده شوې.
د بدخشان د کوهستان ولسوالي اوسېدونکی خدایداد وايي: «د کوهستان څلور کلیو کې سېلابونو درانه زیانونه اړولي دي. کرنیزې ځمکې خرابې شوي، باغونه لهمنځه تللي او دې سیمې ته تراوسه هېڅ مرسته نهده راستول شوې او موږ غواړو چې ډوډۍ او سرپناه راته برابره شي.»
د غور د مرغاب ولسوالي اوسېدونکی غلام هم سلاموطندار ته وویل: «یو شی یې هم مرسته نهده کړې او هر څه چې هڅه کوو، کورونو کې مو څه نهدي پاتې، خوراکي توکي نهلر او د لهمنځه تلو په حال کې یوو، غواړو چې موږ سره مرسته وشي.»
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي، په تېرو درېیو ورځو کې د هېواد په څلورو ولایتونو کې د سېلابونو راوتو له امله ۱۶۲ کسان مړه او ۲۲۶ نور ټپیان شوي.
د دغه وزارت ویاند محمدعبدالله جان سایق سلاموطندار ته وویل، له یادو سېلابځپلو کورنیو سره د مرستو لړۍ پیل شوې چې پهکې جامې، خوراکي توکي او خېمې شاملې دي.
هغه وویل: «وروستیو درېوو ورځو کې بغلان، تخار، بدخشان او غور کې ۱۶۲ کسان مړه شوي او ۲۲۶ نور ټپیان دي. دې سېلابونو کې ۸۸۰۰ کورونه په بشپړ او نیمه توګه ویجاړ او ۳۷۱۰ څاروي هم لهمنځه تللي دي. د مرستو رسونې لړۍ پیل شوې او مرستو کې کمپلې، خواړه او خېمې شاملې دي.»
د تېرې جمعې پر ورځ د هېواد شمالي او شمالختيځ ولايتونه د مرګونو او ويجاړونکو سېلابونو شاهدان وو او دغو سېلابونو تر ټولو ډېر ځاني او مالي زيانونه په بغلان ولايت کې اړولي دي.