Asset 1SWN

سلام وطندار

پنځو هېوادونو د اسلامي امارت او پاکستان له اوربند هرکلی کړی

اسلامي امارت ځواکونه پاکستان سره جګړه ۳۴

سعودي عربستان، ترکیې، سوریې، اردن او کویټ د اختر په مناسبت د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د لنډمهالي اوربند له اعلان څخه هرکلی کړی.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي چې له دې اوربند څخه هرکلی کوي او دا یې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره یو مهم او مثبت ګام بللی.

دې هېواد ټینګار کړی چې سیمه‌ییزه همغږي او خبرې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره بنسټیز اهمیت لري.

د کویټ د بهرنیو چارو وزارت هم یوه اعلامیه کې له دې اقدام هرکلی کړی او دا یې د تاوتریخوالي د کمېدو په لور یو مثبت ګام بللی.

همداراز کویټ د سعودي عربستان، قطر او ترکیې هڅې ستایلې او ټینګار یې کړی چې خبرې او سوله‌ییزې حل‌لارې د اختلافاتو د حل لپاره تر ټولو غوره لاره ده.

د اردن د بهرنیو چارو وزارت هم له دې اوربند هرکلی کړی او له سوله‌ییزو حل‌لارو یې ملاتړ څرګند کړی دی.

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت هم یوه اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند له اعلان هرکلی کړی او د دواړو لورو مثبت غبرګون یې ستایلی.

ریاض ټینګار کړی چې خبرې او سوله‌ییزې لارې د شخړو د حل تر ټولو غوره لاره ده او زیاته کړې یې ده چې د سیمې د سولې، امنیت او ثبات لپاره به خپلې ډیپلوماتیکې هڅې روانې وساتي.

ترکیې هم له دې اوربند هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې دواړه هېوادونه به ورته ژمن پاتې شي.

د یادونې ده چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، تېره شپه وویل، امنیتي او دفاعي ځواکونه د نېکمرغه اختر د رارسېدو او د سعودي، ترکیې او قطر په څېر د اسلامي هېوادونو غوښتنې ته په کتو یې، د «ردالظلم» عملیاتو کې لنډمهالی ځنډ اعلانوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام