Asset 1SWN

فطرت: د پاکستان کوم پلاوی کابل ته نه‌دی راغلی

حمدالله فطرت

د اسلامي امارت چارواکو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې تېره ورځ له پاکستان څخه کوم پلاوی کابل ته راغلی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سلام‌وطندار ته په یوه لیکلي پیغام کې ویلي چې د پلاوي راتګ تشې اوازې او د درواغو خبر دی.

له دې وړاندې تېره ورځ ځینو پاکستانیو رسنیو راپورونه خپاره کړي وو چې پر سوداګریزو اړیکو د بحث لپاره یو پاکستانی پلاوی کابل ته ځي چې د پلاوي د ترکیب او یا لیدنو په اړه یې نور جزییات نه‌وو ورکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


کابل ته د پاکستاني پلاوي د راتګ اوازې داسې مهال خپرې شوې چې د افغانستان او پاکستان د ځواکونو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه تر نښتو وروسته د یادو هېوادونو دفاع وزیرانو د قطر په پلازمېنه دوحه کې دوه اړخیزه هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

له دې نښتو راوروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه لارې تړلي او دواړو لوریو ته له خلکو سربېره، له سوداګریزو توکو بار موټر هم ولاړ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام