بدخشان کې د لومړي ځل لپاره ۲۲ جوړو ته د ډلهییز واده مراسم جوړ شوي دي. د ډلهییز واده دغه مراسم د «اروین» بنسټ له لوري برابر شوي و.
د یاد بنسټ مشر شبیراحمد احمدي وايي چې دغه ډلهییز واده یې، د هغو ځوانانو لپاره جوړ کړی و چې د اقتصادي ستونزو له امله یې، د واده د مراسم لګښتونه نشوای برابرولی.
په ورته مهال یاد ډلهییز واده چې د یوه خصوصي ټلوېزیون په همکاري هم تنظیم شوی، مسوول یې وايي، دغه ډلهییز واده یې، د هغو کسانو لپاره ځانګړی کړی و چې څلور او یا هم پنځه کاله له کوژدنې وروسته واده ته په تمه وو او د لګښتونو برابرولو توان یې نهلره.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یاد ټلوېزیون مسوول جواد فروغ وايي، په دې ډلهییز واده کې د ګډونوالو یو شرط دا و چې د ناوې کورنۍ باید له ټولو لګښتونو تېره شوې وای، خو که د ناوې کورنۍ له دې لګښت نهوای تېره شوې، نو د ډلهییز واده برابروونکو ورته ۶۰زره افغانۍ ورکولې.
د یاد ډلهییز واده لګښت شاوخوا یو میلیون او ۷۰۰زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د دغه ډلهییز واده تنظیموونکي وايي چې دغه پروګرام د ځوانانو ګډ ژوند لپاره د اقتصادي فشارونو کمولو او ملاتړ په موخه ګټور ګام دی.