د هرات د والي ویاند محمد یوسف سعیدي نن پنجشنبه وویل، د لومړي ځل لپاره له فرانسې د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه د اورګاډي له لارې هرات ته ورسېده.
هغه وویل، د سوداګریزو توکو دغه جوپه کې ۸ واګونه وچ شیدې بار دي.
د مسوولانو په وینا، د خواف ـ هرات له اوسپنې پټلۍ د ګټې اخیستو زیاتوالی د افغانستان، سیمې او نړۍ هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د توکو د ترانزیت د اسانتیا څرګندونه کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هرات د والي ویاند زیاتوي چې د هرات ـ خواف اورګاډي کرښه، افغانستان د آسیا او اروپا ترمنځ د نښلونکې کړۍ په توګه لا ډېر مهم کوي.
باید وویل شي چې د اورګاډي اړینو اسانتیاوو د زیاتوالي له امله، دامهال د افغانستان د صادراتو بهیر د هراتـخواف اورګاډي کرښې له لارې ایران، ترکیې او اروپا ته جریان لري او سوداګرو او صنعتکارانو ته پکار ده چې له دې لارې څخه مؤثره ګټه واخلي.